په افغانستان کې د مجرم دوسيه لومړی ابتداييه محکمه کې فيصله کيږي، که چېرې کوم لوری ددې محکمې پرېکړې ونه مني،استيناف غوښتلی شي. داستيناف محکمه دمحکمې دپرېکړې په اړه دمحکومينودشک دليرې کولولپاره رامنځته شوېده. ابتداييه اود استيناف محکمې د سترې محکمې په چوکاټ کې فعاليت کوي چې د استيناف محکمه يو رييس لري او شپږ قاضيان لري . د استيناف محمکه د عمومي جزا ديوان ، عامه امنيت ديوان ، د مدني او شخصي احوالو ديوان ، او د ماشومانو او ترافيکي قضاياوو ديوانونه لري. د افغانستان داساسي قانون په (١٢٨مه) ماده کې راغلي: "په افغانستان کې په علني توګه محکمه دايريږي اودقانون دحکمونوسره سم هرڅوک کولای شي برخه پکې واخلي."  | | | ابتداييه اود استيناف محکمې د سترې محکمې په چوکاټ کې فعاليت کوي. |
دمحکمو دقانون د(٤٧مې) مادې په بنسټ ابتداييه اواستيناف محکمې په ښارونو اوولسواليوکې يو رييس او دوه غړي لري. په استيناف محکمه کې هره دوسيه درې قاضيان پر مخ بيايي او هغه قاضيان چې په ابتداييه محکمه کې پرېکړه کوي،هغوی په استيناف کې ګډون نه شي کولای. |