 | | | پانګه په دوه ډوله ده: ثابته، چې په کار نه اچول کيږي او ګرځنده پانګه چې ګټه ترې لاسته راځي. |
د افغانستان د اساسي قانون د لسمې مادې پر بنسټ د افغانستان دولت مکلف دی چې پانګه اچوونکي تشويق او دهغوی ساتنه او ملاتړ وکړي . پانګه د سوداګرۍ دپرمخ بيولو لپاره مهمه وسيله او د اقتصاد په پياوړتيا کې ستره ونډه لري اوهر څوک په يوه ډول د پانګې درلودونکی وي . پانګه د توليد مهمه برخه جوړوي او په جوړښت کې يې ټولې هغه شتمنۍ شاملې دي چې له کبله يې ګټه ترلاسه کيږي . روح الله احمدزي، د افغانستان د سوداګريزو خونو د عامه اړيکو مسوول د پانګې په اړه وويل: پانګه او شتمني دوې مترادفې کلمې دي، بشري ځواک ، ځمکه ، انرژي او هرهغه څه چې دتوليدپه رامنځته کېدو کې ونډه لري،په پانګه کې راځي. پانګه په دوه ډوله ده: ثابته، چې په کار نه اچول کيږي او بل ډول يې ګرځنده پانګه ده چې ګټه ترې لاسته راځي.  | | | د پانګې په جوړښت کې ټولې هغه شتمنۍ شاملې دي چې له کبله يې ګټه ترلاسه کيږي . |
په (1960) ميلادي کال کې په مهارتونو باندې پانګه اچونه لکه درس ويل او لوړې زده کړې هم له بشري پانګې څخه وشمېرل شوې او دا ډول پانګه يې د فکري پانګې په نامه ياده کړه . ظريفي، دافغانستان د علومو اکاډمۍ د فقهي او قانون دڅانګې غړی وويل چې هرڅه الله دانسان لپاره پيدا کړي او دا سلام له نظره دا پانګه ده او په مشروع ډول يو کس کولی شي دا پانګه وګټي. |