 | | | نېږدې (١٩٠) هېوادونه د ماشومانو د حقونود نړيوال کنوانسيون غړيتوب لري. |
د لومړي ځل لپاره په( 1924 ) ميلادي کال کې په ژنيف کې د ماشومانو د حقونو ددفاع په موخه يوه اعلاميه تصويب شوه. په( ١٩٤٥ ) کال کې د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان دماشومانو د حقونو ددفاع لپاره د يونيسيف په نامه د ماشومانو د ځانګړي صندوق ډبره کېښوده . په ١٩٥٤ کال کې ملګروملتونو دماشومانودحقونونړيوال کنوانسيون تصويب کړ چې د ماشومانو بنسټيز حقونه پکې ځای په ځای شوي دي. دا حقونه عبارت دي له : دماشومانو پايښت، وده ، ملاتړ، ساتنه اوپه اړوندومسايلوکې دهغوی ګډون. نېږدې (١٩٠) هېوادونه ددې کنوانسيون (پرېکړه ليک) غړيتوب لري چې افغانستان هم داکنوانسيون لاسليک کړی دی. عزيز فروتن، د افغانستان د يونيسيف د اداری د نشراتو مسوول وويل:  | | | په ١٩٥٤ کال کې ملګرو ملتونو د ماشومانو دحقونو نړيوال کنوانسيون تصويب کړ. |
"هر هغه هېواد چې دا کنوانسيون لاسليک کوي،د نوموړي هېواد ټولوارګانونوته ښايي چې ددې پرېکړه ليک موادو ته درناوی اوهغه پلي کړي. دا کنوانسيون يوه کمېټه هم لري چې په هرو پنځو کلونو کې غړي هېوادونه دې کمېټې ته د ماشومانو د وضعيت په اړه راپور ورکوي. |