 | | | د پانګونې د قانون له مخې بهرني پانګه اچوونکی نه شي کولی پخپل نوم ځمکه واخلي. |
پانګونه (سرمايه ګذاري ) د اقتصادي ، ټولنيزو او حتی سياسي پرمختګو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کيږي. له دې ځايه واورئ! دافغانستان داساسي قانون پر بنسټ ، د افغانستان دولت کورنيو او بهرنيو پانګې اچوونکو ته اسانتياوې برابرې او دهغوی ساتنه او ملاتړ کوي . دافغانستان د پانګونې د قانون له مخې بهرني پانګه اچوونکی نه شي کولی پخپل نوم ځمکه واخلي. عبدالسلام زاهد، د افغانستان د پانګه اچوونکو د ملاتړ د ادارې (ايسا)د جوازنامو او د پانګه اچوونکو څخه د ملاتړ د څانګې مشر وويل :  |  پانګونه د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو مهم لاملونه دي.  |
"د پانګونې په قوانينو کې د پانګې اندازه نه ده ټاکل شوې ، خو په هره برخه کې پانګونه اوکچه يې بېلا بېل شرايط او قوانين لري ." دافغانستان دولت پانګه اچوونکو ته دنشه يي توکودکراوتوليدپرته د ژوند په بېلابېلو برخو کې دپانګونې اجازه ورکړې ده. |