 | | | د سولې مشورتي جرګه به دروان کال دغويي په (١٢مه) نېټه په کابل کې جوړه شي. |
د يوې موضوع د څېړلو يا دکومې ستونزې د هوارۍ لپاره د قومي مشرانو او سپين ږيرو راټولېدو ته جرګه ويل کيږي . جرګه له ډېرې پخوازمانې راپدېخوا په افغانستان کې دود ده چې ا حمد شاه ابدالي هم د جرګې له لارې د افغانستان د پاچا په توګه ټاکل شوی دی . د افغانستان دولت هم په پام کې لري چې د سولې د ټينګېدو په موخه د سولې مشورتي جرګې په نامه يوه جرګه جوړه کړي. ګل آغا احمدي، د سولې د مشورتي جرګې مطبوعاتي مسوول وويل چې دا جرګه د اساسي قانون د (٦٥) مادې پر بنسټ جوړيږي. په دې جرګه کې به د(١٣) بېلابېلوقشرونو نيږدې (١٣٠٠) کسان ګډون ولري او د افغا نستان د روانې ستونزې د حل لپاره به لازمې لارې چارې ګوري.  | | | د افغانستان دولت غواړي چې د سولې د ټينګېدو په موخه د سولې مشورتي جرګه جوړه کړي. |
دجرګې په پرانيستونکې اواختتاميه غونډوکې به د يو شمېر بهرنيو هېوادونو سفيران، دکابينې اوسترې محکمې ځينې غړي او دمستقلورياستونورييسان هم ګډون وکړي. د سولې مشورتي جرګه به دروان کال دغويي په (١٢مه) نېټه دکابل پولي تخنيک ترڅنګ دلويې جرګې په خېمه کې جوړه اود(٣) ورځو لپاره به دوام وکړي. |