اسراییل له امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېره مرسته ترلاسه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا او اسراییل پر داسې دفاعي تړون سلا شوي چې له مخې یې واشنګټن په راتلونکو لسو کلونو کې تل ابیب ته ۳۸ میلیارد ډالره دفاعي مرسته ور کوي.
رویټرز خبري اژانس وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري دغه تړون لاسلیک کړي.
د دې تړون له مخې متحده ایالتونه هر کال اسراییلو ته ۳،۸ میلیارده ډالر دفاعي مرسته ور کوي، چې په لسو کلونو کې ۳۸ میلیارد ډالره کیږی.
اسراییلو له امریکا هر کال د ۴،۵ میلیارد ډالرو پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
د دې تړون له مخې چې اسراییل کومه مرسته ترلاسه کوي، د امریکا په تاریخ کې له یو هیواد سره تر ټولو ډېره دفاعي مرسته بلل کیږي.
واشنګټن نه یواځې تل ابیب ته پرمختللې وسلې او تجهیزات ور کوي، بلکې دا ژمنه هم کوي چې هر کال به د توغندويي پروګرام لپاره هم اسراییل ته ۵۰۰ میلیونه ډالر ور کوي.
امریکايي او اسراییلي چارواکي وایي، د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتن یاهو به هم ځینې مهم شرطونه ومني.

د عکس سرچینه، AP
د دې تړون یو شرط دا دی چې اسراییل به د امریکا له کانګرېس نوره مرسته نه غواړي او پر دې سربېره به پړاو په پړاو هغه تړون هم ختموي، چې له مخې یې تل ابیب له واشنګټن په ترلاسه کوونکې دفاعي مرسته د امریکايي کمپنیو په ځای له اسراییلي کمپنیو وسله اخلي.
خو د دې تړون په سند کې داسې ژبه کارول شوې چې وایي، که اسراییل له جګړې یا کوم بل ستر کړکېچ سره مخ شي، نو له امریکا د لا زیاتې مرستې غوښتنه کولی شي.
اټکل کیږي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتن یاهو به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې هم سره وګوري.
تېرکال د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي تړون امله د اسراییلو حکومت له امریکا خوابدی شو.
پر دې سربېره د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ د فلسطین د مسلې پر سر هم اختلاف شته.

د عکس سرچینه، AP








