مرستندویه لارۍ حلب ته د موادو رسولو لپاره شیبې شمېرې

د عکس سرچینه، AFP
ملګري ملتونه وايي پر بشري مرستو بار لارۍ په دې تمه ولاړې دي چې په سوریه کې د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته مرستې ووېشي. تمه کېږي چې نن دغه کاروانونه وخوځېږي او تر مقصده ورسېږي.
ملګري ملتونه وایي دوی د سوریې د حکومت اجازې ته په تمه دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دې مېستورا د سې شنبې په ورځ جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، داسې ښکاري چې د هېواد په ډېرو برخو کې لنډمهالی اوربند پلی شوی. ښاغلي دې مېستورا زیاته کړه چې تمه کوي سوریایان د بمونو پر ځای د لا ډېرو لاریو لپاره انتظار وباسي.
د نوموړي په خبره، د مخکېنیو ورځو په پرتله تاوتریخوالی پاموړ کم شوی، خو تر اوسه لا نژدې ۲۴ ساعته تېر شوي او ۴۸ ساعتونه به ډېر مهم وي"دا به د موافقه کوونکو ډلو ترمنځ ارزول کېږي چې د جمعې پر ورځ د شوې هوکړې پر بنسټ، تاوتریخوالی څومره درېږي".

د عکس سرچینه، AFP
رپوټونه وایي د سوریې شمالي څنډو کې روسي پوځيان پر هغه مهمه لار اوربند څاري چې حلب ته غځېدلې ده.
ویل کېږي یوازې ختیځ حلب ښار کې دوه نیم سوه زره کسان بند پاتې دي او دغې سیمې ته مرستې رسول د مرستیندویانو لویه هیله ده.
روسیه چې د اوربند پر سر هوکړې ته د رسېدو په برخه کې یې لویه ونډه درلوده وايي، یاغي جنګیالیو تر شلو ځلو ډېر له اوربند سرغړونه کړې، خو د ملکي مرګ ژوبلې رپوټونه تر اوسه نشته.
د روسیې یوه لوړپوړي پوځي افسر ویکټور پوزنېخر وویل له اوربنده سرغړونکي یاغیان د امریکا ملاتړ لري.
د هغه په خبره، د سوریې د حکومت پوځيانو په بشپړ ډول اوربند کړی" البته له هغو سیمو پرته چې هلته اسلامي دولت نومې ډله او د جبهت النُصره یاغیان فعالیت لري. له بده مرغه د امریکا له خوا کنټرولېدونکو وسله والو منځ لارو مخالفو ډلو داسې نه دي کړي."
خو په دا مهال په سوریه کې د انساني حقونو څارونکې ډله چې مرکز یې بریتانیا کې ده، وایي، د بشار اسد د حکومت ملاتړو وسله والو هم په حلب او دمشق کې دوه کلي په نښه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty
که اوربند تر اوو ورځو له کوم تاوتریخوالي پرته وغځیږي، روسیه او امریکا به په ګډه پر وسله والو ډلو همغږي هوايي ګوزارونه وکړي.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اوربند هرکلی کړی خو د هغو سیمو د نیولو هوډ یې کړی چې د دولت له لاسه وتلي دي.
سوریه کې د انساني حقونو څارونکې اداره وايي د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې را پدېخوا، د ثبت شوو مړو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېدلی، خو اټکل کېږي چې ټولټال به ۴۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي وي.
ملګري ملتونه وايي تر ۴.۸ میلیونه ډېر سوریایان له هېواده بهر کډوال شوي او نژدې شپږنیم میلیونه نور په هېواد کې دننه بې ځایه شوي.








