امریکا پر شمالي کوریا د یواړخیزو جزایي ګامونو پر ارزولو لګیا ده

د عکس سرچینه، AFP
د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د پیونګ یانګ لخوا تر وروستي اټومي ازمایښت وروسته متحده ایالتونه پر دغه هېواد د یواړخیزو جزایي ګامونو ارزولو په حال کې دی.
سونګ کیم ویلي، دا ګامونه پر هغو تدابیرو سربېره دي چې ملګرو ملتونو د شمالي کوریا لپاره په پام کې نیولي دي.
ښاغلی کیم چې اوسمهال له جاپاني چارواکو سره پر خبرو بوخت دی زیاته کړې، د شمالي کوریا په تړاو د امریکا اقدامات به له سوېلي کوریا او جاپان سره همغږي وي.
د جمعې په ورځ (سپتمبر ۹مه) شمالي کوریا تایید کړه چې پنځمه اټومي ازموینه یې په بریالیتوب ترسره کړې ده.

د عکس سرچینه، epa
اټکل کېږي چې ددې چاودنې توان د پخواني ازمایښت دوه برابره او تر هغه اتوم بم ډېر وي چې په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر هیروشیما وغورځول شو.
دې ازمایښت ته بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو پراخ غبرګون ښوولی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شمالي کوریا وروستۍ اټومي ازموینه غندلې او هغه د سیمې او نړۍ سولې ته جدي ګواښ بللی.
ښاغلي اوباما په یوه وینا کې ویلي، امریکا به هېڅکله شمالي کوریا د یوه اټومي هېواد په توګه ونه مني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا د اټومي ازموینې په تړاو د شدیدې اندېښنې ښوولو ترڅنګ وویل: "د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک باید پلی شي او موږ باید ملګرو ملتونو دا پیغام ډېر پیاوړی ورکړو."








