ریاض: تهران د سیاسي موخو لپاره خلک حج ته نه لېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د سعودي عربستان ولیعهد ایراني چارواکي تورن کړل، چې د سیاسي موخو لپاره حج ته د خپل هیواد زیارت کوونکي نه ورلیږي.
د سعودي عربستان خبري اژانس د دغه هیواد د لومړي وزیر له لومړي مرستیال او ولیعهد امیر نایف بن عبدالعزیز سره مرکه خپره کړې، چې یوه برخه یې حج ته د زیارت کوونکو د لېږلو پر سر له ایران سره د نظر اختلاف او د روان کال حج ته ځانګړې کړې ده.
د امیر نایف څرګندونې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له وینا وروسته او په داسې مهال دي چې د ریاض او تهران ترمنځ د ویزې د ور کولو او سعودي عربستان ته د ایراني زیارت کوونکو د لېږلو پر سر اختلاف هوار نه شو او په پایله کې یې ایرانیان سږ کال حج ته نه ځي.
له دې مخکې ایران د عمرې حج هم ځنډولی و او ایراني چارواکو ویلي و، سعودي عربستان ایرانيانو منلو ته داسې شرطونه اېښي چې تهران ته د منلو نه دي.

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR
امیر نایف د حج مراسمو د امنیت خوندي کوونکو ځواکونو له مانورو وروسته هم خبریالانو ته وویل، ریاض تل د ټولو زیارت کوونکو هرکلی کړی او دوی ته یې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې چې د حج مراسم " د امنیت او معنویت فضا" کې تر سره او روغ رمټ خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
نوموړی اوس هم د سعودي عربستان خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې هیواد یې د حاجیانو امنیت خپلې سرې کرښې بولي:
" ایراني چارواکي د هغو دلایلو له مخې چې د حج د سیاسی کولو په پروګرام کې یې لري او په دوی پورې تړاو لري، حج ته د ایرانیانو له لېږلو سره لېوالتیا نه لري. موږ چې د حج د تر سره کولو او د حاجیانو د امنیت او روغتیا مسوولیت لرو، هیچا ته اجازه نه ور کوو، چې د حج امنیت خراب کړي، په ټول ځواک سره به د حج د خرابوونکو په مقابل کې ودریږو."
څو ورځې مخکې د ایران مذهبي مشر د حج مراسمو د را رسېدلو په مناسبت بیانیه کې د سعودي عربستان پر چارواکو نېغې نیوکې وکړې.

د عکس سرچینه، AFP
ایت الله علي خامنه یي وویل، سعودي مشرانو د ایرانیانو په مخ د حج دروازې تړلې دي.
نوموړي سعودي چارواکي د تېر کال په حج کې د ایرانیو حاجیانو د وژنې مسوول هم وبلل.
د روان کال په جنورۍ کې سعودي عربستان د "ترهګریزو هڅو" په تور د یو شیعه روحاني په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل.
د دغه روحاني د اعدام په غبرګون کې د ایران په پلازمېنه تهران او مشهد کې د مظاهرو په مهال د سعودی عربستان ډيپلوماټیکو ادارو ته اور واجول شو، په غبرګون کې یې ریاض هم له تهران سره ديپلوماتیک اړیکي پرې کړل، خو ټینګار یې وکړ چې دا سیاست یې د ایراني حاجیانو د نه منلو په معنا نه دی.

د عکس سرچینه، SPA








