د روسیې یوه کلي کې د اوبو له نلونو تېل راووتل

د عکس سرچینه،
ختیځه روسیه کې کلیوال خلک هغه مهال حیران دریان شول، چې د تودو اوبو له نلونو یې تېل راووتل.
د یوې ځايي رسنۍ ( یکوتیا میډیا ) په رپوټ کې ویل شوي، چې چيرسکي نومي کلي د تودوخي مرکزي سیسټم کې د نیمګړتیا له کبله نژدې درې ټنه تېل د اوبو رسولو په شبکې کې وبهیدل.
دغه تېل یوه نژدې خوړ ته هم بهیدلي، چې له کبله یې د خوړ اوبه هم ککړې شوې.
لایف نیوز پورتال نومي یوې ویبپاڼې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې یو کلیوال د خپل کور له نل نه سطل ډکوي. له نل نه تور رنګ اوبلن مواد راوځي، چې وايي تېل دي.
ایو وون نومي یوه کلیوال لایف نیوز ته ویلي: '' خلک لوښي او کالي هم نه شي وینځلای، ځکه له نلونو بدبویه تېل او اوبه ګډ راوځي، چې خورا ککړ معلومیږي. ''
چارواکي اوس د اوبو له نلونو د تېلو ایستلو لپاره هڅې کوي.
دوی وايي د یخو اوبو کې کومه ستونزه نه شته او خلک یې باید له ایشولو وروسته استعمال کړي.
د چاپیریال ساتنې ادارې وايي، دوی د پېښې په اړه څېرنه کوي.
چیرسکي کې تر ۲۴ ساعتونو پورې برېښنا هم پرچاو وه او روغتونونو کې د جنراتورونو پر مټ چارې پرمخ بیول کېدې.
د حکومتي چارواکو په وینا چیرسکي کلي کې د برېښنا پرچاوۍ دغه ۲۳ مه پېښه ده.








