هندۍ هنرمنده د پاکستان په تړاو له خپلې خبرې نه اوړي

دغه هندۍ هنرمنده وايي، خپلې خبرې یې د هغو پاکستانیانو په تړاو دي چې د اسلام اباد د سفر پر مهال ور سره مخ شوې ده.

د عکس سرچینه، RAMYA TWITTER HANDLE

د عکس تشریح، دغه هندۍ هنرمنده وايي، خپلې خبرې یې د هغو پاکستانیانو په تړاو دي چې د اسلام اباد د سفر پر مهال ور سره مخ شوې ده.

یوه هندۍ فیلمي ستورې د هند په ګاونډي او سیال هېواد پاکستان کې په دې ستایل شوې او سیاسي څېره ترې جوړه شوې چې له خپلې مخکینۍ خبرې انکار نه کوي او نه بښنه غواړي، ان که په بلوا یا بغاوت هم تورنه شي.

دیویا سپندانا چې په رامیا پېژندل کیږي، وايي یوازې خپل نظر یې څرګند کړی دی.

د کانګرس ګوند له خوا د پارلمان د دغې پخوانۍ غړې په ضد لا دمخه په کرناتاکا ایالت کې یو وکیل د بغاوت شکایت درج کړی دی.

ملتپالو فعالانو د هند د سیال هېواد په تړاو د دې هنرمندې څرګندونې غندلې دي.

رامیا چې د جنوبي هند ژبو کې د فلمونو ستورې ده، په وروستیو کې د جنوبي اسیا د ځوانو پارلمانیانو له ډلې سره اسلام اباد ته له تللو وروسته د ژبو په سر شوه.

له پاکستانه تر ستنېدلو وروسته یې وویل پاکستان " دوزخ نه و".

دا د هند د دفاع وزیر منوهر پریکار د هغو څرګندونو لپاره یو ځواب وو، چې په دې وروستیو کې یې ویلي، پاکستان ته تلل"دوزخ ته له تللو سره یو شی دي".

په هند کې ملتپالو د دې هنرمندې په ضد مظاهرې کړې او له هیواد یې د هغې د اېستلو غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په هند کې ملتپالو د دې هنرمندې په ضد مظاهرې کړې او له هیواد یې د هغې د اېستلو غوښتنه کړې ده.

رامیا وايي، پاکستانیان خورا ډېر د هندیانو په څېر و او د مېلمنو یا سیلګرانو سره یې ډېر ښه چلند کاوه.

هغې په بلاګ کې لیکلي "د بغاوت شکایت چې زما په ضد شوی دی. زه په خپله خبره ولاړه یم، پاکستان دوزخ نه دی، زه داسې کوم دلیل نه وینم چې د دې څرګندونو له امله بښنه وغواړم، یا شاتګ وکړم. دا بې انصافي ده چې په یو هیواد کې څوک د وژلو په څېر جرم کوي ازاد ګرځي، خو څوک چې د سولې هڅې کوي، په نښه کیږي."

رامیا د بي بي سي هندي څانګې ته ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د یوې سیلانۍ په توګه رښتونې مېلمه پالنه شوې، ځکه داسې دلیل نه ویني چې د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي:

"موږ باید د دې وړتیا ولرو چې خپل ځانونه ازاد څرګند کړو، څه چې ما یلي هغه د پاکستان د هغو خلکو په هکله زما شخصي تجربه ده چې ما ور سره لیدلي دي، دا خبرې یوازې د دوی په هکله دي."

د هند دفاع وزیر منوهر پریکار ویلي، پاکستان ته تګ دوزخ ته له تللو سره یو شان دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هند دفاع وزیر منوهر پریکار ویلي، پاکستان ته تګ دوزخ ته له تللو سره یو شان دی.

په بي بي سي کې د جنوبي اسیا د چارو سمونګر چارلس هویلېنډ وايي، د هند او پاکستان اړیکي تل کړکېچن وي، د یو ګاونډي ـ هغه که هند وي یا پاکستان- په هکله دا ډول نېکې هیلې څرګندول سختې نیوکې پارولی شي.

په واکمن ګوند بهارتیا جنتا پارټۍ کې فعالانو په لاریون کولو سره دا هنرمنده د "ملت ضد" بللې او له هند څخه یې د هغې د اېستلو غوښتنه کړې ده.

یو وکیل "کې ویټال ګودا" یوه ځانګړې دوسیه هم پسې جوړه کړې او هڅه کوي، چې "د پاکستان خلکو ته د درناوي" له امله یې په بغاوت تورنه کړي.

دغه وکیل ویلي، چې پاکستان د هند دودیز دښمن دی.

راتلونکې شنبه به یوه محکمه دا پرېکړه کوي چې د دغې هنرمندې په ضد د بغاوت دوسیه واوري که نه.

کارپوهان وايي، ښايي دا دوسیه له پامه وغورځول شي، ځکه د قانون له مخې بغاوت هغه څه ته وايي چې د تاوتریخوالي انګېزه ولري.