د پاکستان پر پوځ نیوکه؛ د ټاکنو کمیسیون اڅکزی وربللی

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان په پارلمان کې پر پوځ او استخباراتو د پښتون ملتپال محمود خان اڅکزي تر انتقادي څرګندونو وروسته د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون نوموړی د سپیناوي لپاره را غوښتی.
کوټه کې د اګست په اتمه روغتون کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته چې لسګونه کسان یې ووژل، ښاغلي اڅکزي د پاکستان پوځ او استخبارات ناکامه بللي وو.
اڅکزي ویلي و "استخبارات يا څارگرې ادارې د سياستوالو په تړاو په معلوماتو غونډولو بوخت دي او ترهگر آزاد گرځي."

د پاکستان ټاکنو کمیسیون ویلي؛ یوه پاکستاني وګړي د دغه هېواد پر پوځ او څارګرې ادارې نیوکه د پارلمان د لوړې خلاف کار بللی او دوی ته یې د اڅکزي خلاف عریضه کړې چې له نوموړي دې غړیتوب واخیستل شي.
دغه کمیسیون اڅکزی د راتلونکې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه ځواب ته وربللی دی.
وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر همدې نیوکې ته په اشارې ویلي و، داسې ویناوې د ترهګرۍ پر ضد ملي تګلارې ته زیان اړوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار د اڅکزي خبرې بې بنسټه بللې وې او د پوځ او استخباراتو ملاتړ يې کړی و.

د عکس سرچینه، EPA
ځینو کتونکو د ټاکنو کمیسیون ته د اڅکزي پر احضارولو حیرانتیا ښوولې. دوی وایي، د پاکستان اساسي قانون د ۶۶مې مادې له مخې د پارلمان هر غړی د هرډول خبرو حق لري او هیڅ یوه محکمه په پارلمان کې پر وینا کوم غړی د پوښتنې ګروېږنې لپاره وربللی نشي.
د اڅکزي ګوند بلوچستان ایالت کې واکمن دی او په پاکستان کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ – ن ملګری دی.
پر ښاغلي اڅکزي د پاکستان د هغو سیاستوالو نیوکې زیاتې شوي چې پوځ ته نژدې دي. دغو سیاستوالو اڅکزی د هند څارګرې ادارې را په جاسوسۍ تورن کړی، خو یو شمېر پښتنو سیاستوالو بیا د هغه ملاتړ کړی.
د کوټې په روغتون کې د اګست اتمې (اسد/زمري ۱۸مې) ځانمرګي برید ۷۱ کسان ووژل او ۱۱۰ نور ټپیان کړل. وژل شویو کې تر څلوېښتو ډېر مدافع وکیلان و چې د خپل یوه وژل شوي همکار بلال کاسي پر جنازې راټول شوي و.
ددغه برید مسوولیت د جماعت الاحرار په نوم د پاکستاني طالبانو یوې ډلې پرغاړه واخیست.








