د هیلري کلنټن د ټاکنیز کمپاین کمپیوټرونه ''هک'' شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا خبري رسنیو ویلي، د ډیموکراټ ګوند د بنسټونو پرضد د لوی الکټرونیکي برید په لړ کې د ولسمشرۍ د نوماندې هیلري کلنټن د ټاکنیز کمپاین کمپیوټرونه هک شوي.
په دې الکټرونیکي برید کې د ډیموکراټ ګوند د ملي جرګې معلوماتو ته لاسرسی پیدا شوی او د ډیموکراټانو د کانګرس جرګه ګۍ په نخښه شوې ده.
امریکايي چارواکي وايي، اټکل دی چې دا پراخ بریدونه به د روسي حکومت په پلوۍ د امریکا ځینو وکیلانو کړي وي.
ځینې وېره لري چې روسیه غواړي د امریکا پر ټاکنو خپل اغېز پرېباسي.
د روسیې حکومت په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او د واشنګټن دا څرګندونې یې د ''روسیې ضد زهرجنې'' ویناوې بللې دي.
د جمعې په ورځ هیلري کلنټن وویل، د معلوماتو د شننې پروګرام، چې له نورو بنسټونو سره هم شریک دی، د انټرنېټي غلو له خوا له برید لاندې راغلی.
د کلنټن مطبوعاتي سکرتر نیک میریل وویل ''داسې ثبوت نه شته چې ګني زموږ داخلي سیستمونه دې مات شوي وي''.

د عکس سرچینه، Getty
د فیډرالي تحقیقاتو دفتر ویلي، ددغو ادعاوو څېړنه کوي.
تېره اونۍ د ډیموکراټ ګوند د ملي جرګې ځانګړي برېښنالیکونه د ګوند د غونډې پر بېګا مات کړل شول.
په ماتو شویو برېښنالیکونکو کې راغلي وو، چې د ډیموکراټ ګوند چارواکي په لومړنیو ټاکنو کې د برني سنډرز پرضد دي، ځکه هغه د هیلري کلنټن پلوی شوی.
د ګوند د زرګونو برېښنالیکونو ماتولو ته د ډېرو پام وراوښتی، همدا وو چې د ګوند عمومي منشي دبي واسرمن شولټز استعفا وکړه.

د عکس سرچینه، AFP








