د فیسبوک بې پیلوټه الوتکې بریتانیا کې جوړې شوې

د فیسبوک (اکوېلا) الوتکه په هوا کې

د عکس سرچینه، drone

د عکس تشریح، د فیسبوک (اکوېلا) الوتکه په لمریزې برېښنا چلېږي چې د څو میاشتو لپاره پر لیرو سیمو له انټرنېټ سره د نښلول کېدو شونتیا رامنځ ته کوي.
    • Author, روري سيلان- جانز - د ټکنالوژۍ خبریال
    • دنده, پښتو: هدایت الله همیم

فیسبوک اعلان کړی چې د "اکوېلا" په نامه نوې جوړې شوې لمريزې الوتکې یې په بریالیتوب سره لومړی الوت ترسره کړی دی.

پتېل شوې چې دغه الوتکه به انټرنېټي څپې خپرې کړي چې ورسره به په انټرنېټ نه لرونکو سیمو کې هم فیسبوک کارونه شونې شي.

د فیسبوک کارکوونکی جې پاریک وايي: "زموږ ټینګار په دې دی چې د نړۍ اوسېدونکي سره ونښلوو، په ډېرو برخو کې مو پر ټکنالوژۍ پانګونه کړې چې د "اکوېلا پروژه" یې یوه ده".

د بریتانیا "سومرسټ" سیمې په یوه زېرمه کې، د "پراجیکټ اکوېلا" په نامه د پروژې چارې مخته وړل کېږي، چې مخ پر وده هېوادونو کې د فیسبوک میلیونونه کاروونکي سره ونښلوي.

دا الوتکې په لمریزې برېښنا چلېږي چې د څو میاشتو لپاره پر لیرو سیمو له انټرنېټ سره د نښلول کېدو شونتیا رامنځ ته کوي.

دوه کاله وړاندې فیسبوک شرکت د "اسینتا" په نامه یو کوچنی شرکت وپېره. دغه شرکت په لمریزې برېښنا د بې پیلوټه الوتکو جوړولو ته ملا تړلې وه، چې څښتن یې انجینر انډي کاکس اوس د "پراجیکټ اکوېلا" پروژې مشري کوي.

د اکوېلا بې پیلوټه الوتکه د بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې په څېر اوږده وزر لري او وزن یې د یوه کورني موټر درېیمه برخه دی، په هوا کې د ۹۰ دقیقو لپاره چورلېدای شي، خو لومړی ځل چې والوته، له ځینو ستونزو سره مخامخ شوه.

د فیسبوک لومړۍ بې پیلوټه الوتکه په ۱۴ میاشتو کې جوړه شوه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د فیسبوک لومړۍ بې پیلوټه الوتکه په ۱۴ میاشتو کې جوړه شوه
فیسبوک هوډ لري د الوتکو له لارې د انټرنېټ خدمتونه پراخه کړي

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، فیسبوک هوډ لري د الوتکو له لارې د انټرنېټ خدمتونه پراخه کړي

د الوتکې د کوزېدو لپاره مناسب ځای بوټې لرونکې سیمه غوره ګڼل شوې ده، خو انجینر کاکس وايي، لاهم ډېر کار ته اړتیا لري: "زموږ هدف دا دی چې په ډېره سړه هوا کې چې درې میاشتې دوام لري، په عادي حالت کې له ۶۰ تر ۹۰ زرو ګامونو پورې الوتکه والوځوو".

"په دې معنا چې موږ کولی شو د فضايي خوځښت په ګڼه ګوڼه کې د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کړو".

له لمریزې انرژۍ نه د ګټې اخیستو لپاره د الوتکې پر سر ځینې پرزې لګول کېږي، خو وزن یې د امکان تر حد پورې باید کم شي.

دا الوتکه د ورځې په اوږدو د لمر پر انرژۍ چلېږي، په شپه کې بیا له هغو چارج شویو بېټريو ګټه اخلي، چې وزن یې د الوتکې نیمايي ته رسېږي.
د عکس تشریح، دا الوتکه د ورځې په اوږدو د لمر پر انرژۍ چلېږي، په شپه کې بیا له هغو چارج شویو بېټريو ګټه اخلي، چې وزن یې د الوتکې نیمايي ته رسېږي.

دا الوتکه د ورځې په اوږدو کې د لمر پر انرژۍ چلېږي، په شپه کې بیا له هغو چارج شویو بېټريو ګټه اخلي، چې وزن یې د الوتکې نیمايي ته رسېږي.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربیرګ اریزونا ایالت ته تللی، چې د بې پیلوټه الوتکې لومړی سفر وګوري، مشر انجینر جې پاریخ هم څو ځلې د الوتکې د پرمختګ لپاره هلته ورغلی.

پاریخ وویل: "زموږ دنده دا ده چې په نړۍ کې ټول خلک سره ونښلوو". د نوموړي اشاره "پراجیکټ اکوېلا" ته وه، چې د فیسبوک له خوا د ټنکالوژۍ په برخه کې لیرو سیمو ته د انټرنېټ رسول یې هدف دی.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربیرګ اریزونا ایالت ته تللی، چې د بې پیلوټه الوتکې لومړی سفر وګوري، مشر انجینر جې پاریخ سومرسټ هم څو ځلې د الوتکې د پرمختګ لپاره هلته ورغلی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربیرګ اریزونا ایالت ته تللی، چې د بې پیلوټه الوتکې لومړی سفر وګوري، مشر انجینر جې پاریخ سومرسټ هم څو ځلې د الوتکې د پرمختګ لپاره هلته ورغلی.

پاریخ وايي، یو هدف یې دا دی چې په کمه بیه انټرنېټ لیرو سیمو ته ورسول شي.

فیسبوک دا مهال په ګرده نړۍ کې کابو ۱٫۶ میلیارد کاروونکي لري، خو لاهم ۱٫۶ میلیارد نور وګړي انترنېټ ته اړتیا لري.

د اڼترنېټي خدمتونو وړاندې کولو کې یوازې فیسبوک دا نوښت نه کوي، بلکې د ګوګل شرکت له خوا د "پراجیکټ لون" په نامه یوه پروژه هم پیل شوې ده، چې له هوايي کڅوړو (بالونونو) په ګېټې اخیستو سره د لیرې سیمو اوسېدونکي له انټرنېټ سره ونښلوي.

دواړه شرکتونه هیله لري چې د نړۍ په کچه د مخابراتو او اړیکو برخه کې ځان ښه وځلوي، همدا ده چې دواړه پخپلو کې سخته سیالي هم کوي.

د ګوګل شرکت له خوا د "پراجیکټ لون" په نامه یوه پروژه هم پیل شوې ده، چې له هوايي کڅوړو (بالونونو) په ګېټې اخیستو سره د لیرې سیمو اوسېدونکي له انټرنېټ سره ونښلوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ګوګل شرکت له خوا د "پراجیکټ لون" په نامه یوه پروژه هم پیل شوې ده، چې له هوايي کڅوړو (بالونونو) په ګېټې اخیستو سره د لیرې سیمو اوسېدونکي له انټرنېټ سره ونښلوي.