بورس جانسن د بریتانیا لومړي وزارت له سیالي لاس پر سر شو

د عکس سرچینه، Getty
د بریتانیا پلازمېنې لندن پخوانی ښاروال او د محافظه کار ګوند مشر بورس جانسن وايي، د ګوند له رهبرۍ او د راتلونکي لومړي وزیر کاندیدۍ لپاره له سیالۍ لاس اخلي.
لندن کې یوې غونډې ته وینا کې نوموړي ویلي، فکر نه کوي، چې هغسې مشرتوب به وکړای شي، یا به هغومره یووالی رامنځته کړي، چې اړتیا ورته لیدله کېږي.
داسې فکر کېده، چې بورس به له دغې غونډې نه د لومړي وزارت کاندیدۍ او د ګوند مشرتابه لپاره کمپاین پیل کړي.
نوموړي دغه اعلان داسې مهال کړی، چې د عدلیې وزیر او له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو کمپاین کونکي مایکل ګو ویلي د ګوند مشرتابه او د لومړي وزارت لپاره د کاندید کېدو سیالي کې برخه اخلي.
د دوی تر څنګ د کورنیو چارو وزیره ټریسا مې هم د لومړي وزارت مقام ته کاندیده ده.

د عکس سرچینه، Getty
د لومړي وزارت مقام په سیالي کې د انرژۍ وزیر اندرې لینډسم او د دفاع وزیر لیئم فوکس هم شامل دي.
دواړه وزیران له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو کمپاین غړي وو. دې سره سیالي کې د کاراو تقاعد چارو وزیر سټېفن کرېب هم شامل دی، چې اروپايي اتحادیې کې یې د خپل هېواد پاتې کېدو لپاره کمپاین کاوه.
د محافظه کار ګوند د مشرتابه او لومړي وزارت ته دکاندید کېدو سیالي هغه مهال پیل شوه، چې اوسني لومړي وزیر ډېوډ کامېرون وویل خپله دنده به پرېږدي.
د بورس جانسن پرېکړه ډېرو ته حیرانونکې ده، ځکه داسې فکر کېده، چې نوموړی د ګوند مشرتوب او راتلونکي لومړي وزیر په توګه کار کولو ته لیوال دی.
له ده وروسته اوس د ۱۰ ډاوننګ سټریټ لپاره سیالي نوره جالبه شوې.








