حزب الله: 'تکفیري ډلو' سوریه کې زموږ پوځي مشر وژلی

د عکس سرچینه، AFP
د لبنان حزب الله ډله وايي، سوریه کې یې دویم نمبر مهم مشر مصطفی امین بدر الدین د جهادیانو له خوا وژل شوی دی.
دغه ډله وايي، د مشر په وژل کېدو به یې هوډ لا پسې ټینګ شي او د 'مجرمو ډلو پروړاندې به جګړې ته دوام' ورکړي.
بدر الدین په سوریه کې د حزب الله تر ټولو جګپوړی پوځي مشر و.
په ۲۰۱۵ کال، د امریکا متحدو ایالتونو بدر الدین له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د حزب الله د ټولو عملیاتو ترشا ګڼلی و.
حزب الله نېغ په نېغه د خپل دغه پوځي مشر د وژل کېدو په تړاو د تور ګوته چا ته نه نیولې.
بدر الدین په ۱۹۶۱ کال زیږېدلی، چې اټکل کېږي د حزب الله تر ټولو جګپوړی پوځي مشر و، نوموړی د حزب الله د یوه مخکیني قومندان عماد مغنیه د کاکا زوی او خسر و، چې په ۲۰۰۸ کال سوریه کې ووژل شو.
'په ترهګرۍ کې استاد'

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، د کاناډا استخباراتي سازمان ته د پوښتنو ګروېږنو پرمهال د حزب الله یوه غړي ویلي، بدر الدین تر مغنیه ډېر خطرناک و، چې په وینا یې ''په ترهګرۍ کې د هغه استاد'' ګڼل کېده.
د اټکل له مخې، مغنیه او بدر الدین په ۱۹۸۳ کال بیروت کې د سمندري ځواکونو د مرکز الوځولو کې لاس درلود، چې لږترلږه ۲۴۱ کسان پکې ووژل شول.
ځینې رپوټونه وايي، بدر الدین د پارلمان غړی او د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله سلاکار و.
په لبنان کې د یوې ځانګړې محکمې پرېکړه کې، چې لاهای کې د جنګي جرمونو اړوندې محکمې تر څارنې لاندې وه، بدر الدین په ۱۹۸۳ کال کویت کې د فرانسې او امریکا پر سفارتونو بریدونو کې پړ وګڼل شو.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AFP
په دغو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي وو.
پر بدر الدین د اعدام حکم شوی و، خو نوموړی په تېښته بریالی شوی و.
بدر الدین د تېرې جمعې پر ورځ د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه ووژل شو، چې د حزب الله مرستیال مشر یې سم لاسي پړه پر اسرائیلو واچوله.

د رپوټونو له مخې، د حزب الله زرګونه جنګیالي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په پلوۍ جنګېږي.
د حزب الله ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي ''څېړنو وښوده هغه چاودنه، چې دمشق نړیوال هوايي ډګر او زموږ یوې اډې ته څېرمه وشوه او مصطفی بدر الدین پکې ووژل شو، د تکفیري ډلو له خوا دا چاودنه شوې ده''.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AP








