مصطفى بدرالدين خاورو ته وسپارل شو

د مصطفى بدرالدين په جنازې کې زرگونه کسانو برخه درلودله
د عکس تشریح، د مصطفى بدرالدين په جنازې کې زرگونه کسانو برخه درلودله

زرگونه کسانو د حزب الله د يوه جيگپوړي پوځي قوماندان مصطفى بدرالدين په جنازې کې برخه اخيستې.

حزب الله نن اعلان وکړ چې مصطفى بدرالدين سوريه کې وژل شوى و.

حزب الله د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره زرگونه وسلوال سوريې ته لېږلي دي.

قوماندان بدرالدين له ٢٠٠١١ کال نه په سوريې کې د حزب الله د پوځي چارو مسول و.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، قوماندان بدرالدين له ٢٠٠١١ کال نه په سوريې کې د حزب الله د پوځي چارو مسول و.

په ٢٠١٥ کال کې امريکا ويلي و بدرالدين ٢٠١١ کال نه راپدېخوا سوريه کې د حزب الله د پوځي چارو مشري کوله.

هغه دغه راز په ٢٠٠٥ کال کې د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري په وژنې کې په لاس لرلو تورن و.

د بيروت په جنوب کې د نوموړي جنازې کې ځينو د هغۀ د وژنې پړه پر اسرايلو واچوله. دغه راز د لبنان په پارلمان کې د حزب الله يوۀ غړي هم اسرايل په دې وژنه تورن کړي، خو خپله حزب الله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

حزب الله وايي ډېر زر به د مصطفى بدرالدين د وژنې په تړاو بشپړ راپور خپور کړي.