'د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي ککړه هوا تنفس کوي'

د عکس سرچینه، AP
د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.
په دې اړه د ډبلیو ایچ او په یوه راپور کې ویل شوي چې د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي داسې هوا تنفس کوي چې کیفیت یې ټیټ دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د ښارونو د هوا ککړوالی د سږو سرطان، سالنډۍ او ځینو نورو ناروغیو رامنځته کیدو خطر ډېروي، چې له امله وايي هر کال درې میلیونه انسانان له وخته وړاندې مري.
د دغه بنسټ د عامې روغتیا، ژوند، چاپیریال او د روغتیا د ټولنیزو عواملو د څانګې مشره ماریا نیرا وايي چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې په اوسط ډول د هوا د ککړتيا کچه اته سلنه لوړه شوې چې له امله یې وضعیت لا پسې د اندېښنې وړ شوی دی.
هغه زیاتوي له هغو ښارونو چې د هوا ککړوالي په اړه معلومات راغونډ شوي ښيي چې د هوا د ککړتيا کچه ډیره لوړه ده او له امله یې ددې په وینا ناروغۍ رامنځته کېږي.
دغه څیړنه د ۶۷ هېوادونو په ۷۹۵ ښارونو کې ترسره شوې ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د ښارونو عایدات هوا ککړوالي پورې مستقیم تړاو لري.
د څیړنې پایله کې جوته شوې چې لږ عاید لرونکي ښارونو کې هوا تر ټولو ډېره ککړه ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د څیړل شوو لږ او متوسط عاید لرونکو ښارونو په ډله کې چې نفوس یې تر سل زرو رسیږي ٩٨ یې هغه معیارونه نه دي پوره کړي چې د روغتیا نړیوال سازمان د چاپيریال ساتنې لپاره ټاکلي دي.
خو دا سلنه بیا په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې تر ۵۶ سلنې پورې ښودل شوې ده.








