سوریه کې پارلماني ټاکنې، خو مخالفان یې ناقانونه بولي

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې د سوریې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې پارلماني ټاکنو ته رای اچونه پیل شوې ده، مخالفو ډلو دغه ټاکنې 'ناقانونه' ګڼلې دي.
د رای اچولو مرکزونه پر ځايي وخت د چارشنبې په ورځ (اپریل ۱۳مه) ګهیځ په اوو بجو د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پرانیستل شول.
په دغو سیمو کې د سوریې له ټول ټال وګړو شاوخوا ۶۰ سلنه اوسېږي.
دا رای اچونې په ژنیوا کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې د خبرو له نوي پړاو پیلېدو سره هم مهاله پیل شوې دي، چې په لړ کې یې د سوریې پنځه کلنۍ کورنۍ جګړې ته د سولې حل لارې لټول کېږي.
د بشار الاسد د راتلونکي او برخلیک په اړه اختلافونو خبرې ټکنۍ کړې دي.
اټکل دی چې په دې ټاکنو کې د 'بعث' واکمن ګوند پارلمان کې ډېری څوکۍ وګټي، خو ځینو نورو ګوندونو هم ظاهراً ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه،
له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د جګړې په پیلېدو راهیسې دا دویمې ټاکنې دي، چې ۱۱۳۴۱ نوماندانږ پکې د پارلمان ۲۵۰ څوکیو ګټلو ته ځانونه کاندي کړي وو، چې یوازې ۳۵۰۰ یې د رای اخیستو وړ وګڼل شول.
'د مقاومت ټاکنې'
د 'بعث' واکمن ګوند دا ټاکنې 'د مقاومت ټاکنې' بللې دي.
د سوریې حکومت ټینګار لري چې دا ټاکنې قانوني او د اساسي قانون مطابق دي، او د ژنیوا له خبرو سره هېڅ تړاو نه لري.
خو د حکومت مخالفین وايي، ټاکنې ناقانونه دي، ځکه یوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره کېږي.
لوېدیځ سیاستوالو او سوري مخالفانو دا ټاکنې 'شرموونکې' بللې دي، چې د سولې بهیر له خنډ سره مخامخوي.
په دې خبرو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفین دی میستورا هم ګډون لري.
ملګرو ملتونو تر اوسه د خبرو دقیق وخت نه دی ټاکلی، خو اټکل دی، چې د چارشنبې په ماښام ناوخته پیل شي.

د عکس سرچینه، Getty
د سوري مخالفانو د پلاوو غړي د سې شنبې په ورځ ژنیوا ته د ډګروال اسعد الزعبي په مشرۍ رسېدلي، او نور پلاوي به هم خبرو ته حاضر شي.
د سوریې حکومت ویلي، د خبرو لپاره یې پلاوی د جمعې په ورځ ګهیځ ګډون کولو ته چمتو دی، خو چې پارلماني ټاکنې پای ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، SANA








