امریکا دوو هېوادونو ته د ګوانتانامو زندان ځینې بندیان لېږدوي

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا دفاع وزارت د کیوبا ګوانتانامو کې د امریکا له پوځي زندان نه لږترلږه دوو هېوادونو ته د ځینو بندیانو د لېږدولو هوډ ښودلی دی.
دا ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې د بارک اوباما اداره ددغه لانجمن زندان د تړلو په اړه ګامونه اخلي. دا زندان د جهادیانو د لا ډېرېدو لامل ګڼل کېږي.
اټکل دی تر راتلونکو څو اونیو پورې د ګوانتانامو ځینې بندیان وایستل شي.
د امریکا پوځ هغه دوه هېوادونه نه دي په ډاګه کړي، چې ددغه زندان بندیان به ور وړل کېږي.
رویټرز خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي، د یمن طارق با عوده، چې له ډېر وخت راهیسې یې د نه خوړو اعتصاب کړی، د لېږدوونکو بندیانو په لیست کې دی.
په ګوانتانامو زندان کې شاوخوا ۹۱ بندیان پاتې دي.
په ۲۰۰۲ کال په دې زندان کې شاوخوا ۸۰۰ بندیان ساتل کېدل.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، غواړي دغه بندیان خپلو هېوادونو او یا په امریکا کې پوځي او یا ملکي زندانونو ته واستوي.
د امریکا ګوانتانامو زندان د کیوبا په سوېل ختیځ کې د امریکا د یوې اډې د ننه دی. دغه زندان د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال جوړ شو، او تر ډېره په کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په تړاو بهرني مشکوک نیول شوي کسان بندیان شول.
د بشري حقونو ګڼو ډلو دغه زندان د بشري حقونو د سرغړونې یو مرکز ګڼلی، چې وايي هلته بندیان له قضايي محاکمو پرته د کلونو کلونو لپاره ساتل شوي.

د عکس سرچینه، Reuters
اوباما ویلي، دغه زندان د امریکا له خزانې هر کال شاوخهوا ۴۴۵ میلیون ډالر لګښت لري، چې دا د امریکا ملي امنیت ته یو خطر ګڼل کېږي.
په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ځینې غړي د ګوانتانامو زندان له تړل کېدو سره مخالفت لري، او وايي چې په ملکي زندانونو کې د دغو کسانو ساتل خطرناک کار دی.








