ایران او پاکستان خپله سوداګري ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف اسلام آباد کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په خبرو وویل، ددواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه به تر ۲۰۲۱ کال پورې پنځو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
دواړو مشرانو اسلام آباد کې د سوداګریز کنفرانس په لړ کې خبرې کړې دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د جمعې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته په دوه ورځني سفر تللی و، چې د دغه هېواد له چارواکوا سره له ایران نه د انرژۍ اړوندو وارداتو په اړه خبرې وکړي.
دواړو مشرانو د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې د ډېرېدو او د ګازو د نل لیکې د غځېدو د پروژې په اړه خبرې وکړې.
نواز شریف وویل: "زموږ ستراتیژیک پلان کې باید تر ۲۰۲۱ کال پورې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵ میلیارد ډالرو ته ورسېږي".
نوموړي دا هم وویل، چې د سوداګرۍ لپاره باید د ځمکې ترانزیت لاره هم پراخه شي.
په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یوازې ۴۳۲ میلیون ډالره وه، خهو تر هغه وړاندې، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې دا کچه ۱٫۳۲ میلیارد ډالره وه.

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پر تهران د اقتصادي بندیزونو له لګېدو وروسته راټیټه شوه.
خو د روان کال په جنورۍ میاشت وروسته له لویو قوتونو سره د ایران د هوکړې له لاسلیکېدا وروسته پر تهران ځینې اقتصادي بندیزونه سپک شول.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل: "ایران د پاکستان د زېربنايي اقتصاد پرمختګ کې د همکارۍ توان لري، چې د لارو او د اورګاډي د پټلیو جوړول به پکې شامل وي".
ایران دا مهال له سرحدي سیمو پاکستان ته نژدې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا واردوي، وړاندې د ایران د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي وو له ایراني اړخ سره خبر روانې دي، چې د وارداتي برېښنا کچه ۱۰۰۰ مېګاواټه ته لوړه کړي.

په داسې حال کې چې پاکستان له ایران نه د ګازو، برېښنا او اوسپنې نور واردات غواړي، ایرانیان یې په مقابل کې له پاکستان نه د ټوکر او د جراحۍ، سپورت او کرنیزو توکو واردات غواړي.








