سوریه کې د سیاسي لېږد بهیر پر چټکولو د امریکا او روسيې هوکړه

د عکس سرچینه، AFP
د امريکا د بهرنيو چارو وزير،جان کېري، وايي، په سوریه کې د سیاسي لېږد لپاره د کار چټکوالي پر سر یې روسیې سره هوکړه کړې ده. د خبره ښاغلي کيرې مسکو کې له ولسمشر پوتين سره تر کتنې وروسته کړې ده.
د روسيې د بهرنيوچارو وزير، سيرگي لاوروف، بيا وويل "له امريکا سره په گډه کار کوي چې د سوریې حکومت او مخالفانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي".
په همدې حال کې د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي،ستيفن دیميستورا، ويلي ډېرو برخو کې د سوریې حکومت او مخالفينو دريځونه سره نژدې دي.
ښاغلي ديمستورا وویل د خبرو اترو په دې ناسته کې وتل او په شا تگ نه ؤ.
ده وویل اوربند پر ځای پاتې دی او تمه لري کله چې د اپریل میاشت کې غیرمستقیمې خبرې اترې پیل شي، نو مخالفې خواوې به وکړای شي خپل منځ کې د سیاسي لېږد پر سختې پوښتنې سره سلا شي.
ده وويل"د ټولو خواوو ترمنځ د نظر ورته والی ډېر دی. د دواړو اړخونو او د ښځو ټولنو په گډون، مشورې ته د رابلل شویو نورو خواوو د نظرونو له اورېدو سره، زما او زما د همکارانو تفسیر ته په کتو، ډېره ښه موقع ده چې د ښو گډو زمینو په لټه کې اوسو."
د سوريې مهمې مخالفې ډلې ویلي د دغو خبرو اترو شونتیا رامنځته شوې، خو له روسیې یې وغوښتل له خپل نفوذه په گټه اخېستو د سوريې پر دولت فشار راولي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مسکو ته تللی چې له روسي ولسمشر ولادېمیر پوتین سره د سوریې د لانجې د اواري پر سر خبرې وکړي.
ښاغلي کېري یوه خبري ناسته کې وویل له روسیې سره پر دې سلا شوی چې د سوریې سیاسي لېږد چارې گړندۍ کړي.
"روسیه باید له ځانه وغږیږي چې له ښاغلي اسد سره به د سمې پرېکړې په کولو څه مرسته وکړي. خو موږ چې نن څه اعلان کړل پر هغو مو موافقه کړې. موږ به خپلې هڅې لا گړندۍ کړو چې سیاسي بهیر پر مخ ولاړ شي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاوروف،بیا خبرې غونډې ته وویل "روسیه او امریکا به هڅه وکړي د سوریې دولت او مخالفې خواوې مخامخو خبرو ته کښېنوي".
ده وويل "په اوسني پړاو کې تر ټولو مهمه دا ده چې د سیاسي بهیر لپاره د اړینو شرایطو برابرولو په برخه کې پر هڅو موافقه وکړو. د سیاسي بهیر په اړه باید پخپله د سوریې خلک پرېکړه وکړي چې خپل هېواد څنگه غواړي وویني. د اوس لپاره سلا شوي یو چې لومړنی کار دا دی چې په جنیوا کې د سوریې د دولت د استازو او له ټولو مخالفینو سره د مستقیمو خبرو اترو پر پېلېدو کار پیل کړو."
ښاغلي لاوروف وویل، په دې شک نشته چې د سوریې جگړې ښکېلې خواووې د هېواد د کړکېچ حل په سیاسي روغې جوړې کې ویني، خو کوم څه چې دواړه لوري سره ویشي، د ولسمشر بشارالاسد برخلیک دی چې په سیاسي بهیر کې به ورته ونډه ورکول کېږي، که به ایستل کېږي.








