د سوریې دوو ښارونو کې چاودنو ۱۴۰ کسان وژلي

د حمص او دمشق د بریدونو پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حمص او دمشق د بریدونو پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې ده

رپوټونه وايي، د سوریې دمشق او حمص ښارونو کې د "اسلامي دولت" ډلې خونړیو چاودنو لږترلږه ۱۴۰ کسان وژلي.

سوري فعالان او حکومتي رسنۍ وايي، څلور بریدونه د دمشق سوېل کې د زینب زیارت ته څېرمه شوي، چې لږترلږه ۸۳ کسان پکې وژل شوي.

تېره میاشت هم هلته خونړي بریدونه وشول، چې ۷۱ کسان پکې وژل شوي وو او پړه یې "اسلامي دولت" ډلې منلې وه.

په حمص ښار کې هم دوه موټربم بریدونه شوي، چې ۵۷ کسان یې وژلي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره داسې "لومړنۍ پرېکړې" ته رسېدلی، چې سوریه کې خونړۍ جګړه ودروله شي.

وړاندې هم حمص او دمشق ښارونو کې ''اسلامي دولت'' ډلې بریدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، وړاندې هم حمص او دمشق ښارونو کې ''اسلامي دولت'' ډلې بریدونه کړي دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې نړیوال قوتونه سوریه کې د جګړې ختمېدو په هیله یوې هوکړې ته ورسېدل، په پام کې وه چې د تېرې جمعې په ورځ اوربند پیل شي، چې ونه شو.

بل خوا، د بښنې نړیوال سازمان پر ترکیې نیوکه کړې ده، چې له جګړې تښتېدلو سوري کډوالو لپاره یې خپله پوله نه ده پرانیستې.

ځینو سوري ټولنو هم پر ترکي چارواکو غږ کړی چې د اغېزمنو شویو سوري وګړو لپاره خپل سرحد پرانیزي.

 د تېر کال وروستیو کې د حکومت مخالفین له اوربند وروسته له حمص ښاره ووتل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د تېر کال وروستیو کې د حکومت مخالفین له اوربند وروسته له حمص ښاره ووتل

د عکس سرچینه، AP