جرمني کې د اورګاډو ټکر له امله ۱۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، epa
د جرمني بواریا ایالت کې دوه مسافر وړونکي اورګاډي جنګېدلي، چې له کبله یې تر اوسه د ۱۰کسانو د وژل کېدو او د ۱۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
پولیس وايي، پېښه په باډ ایبلینګ ښار کې شوې، چې د میونیخ ښار په سوېل ختیځ کې نژدې ۶۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
د جرمني خبري آژانسونه وايي، یو اورګاډی له خپلې پټلۍ اوښتی چې ګڼې نورې ګاډۍ یې اړولې دي.
اټکل دی، چې دواړه اورګاډي مخامخ سره ټکر شوي دي. د پېښې ځای ته مرستندویه او ژغورندویه ډلې او چورلکې استول شوې دي.


اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته د پولیسو ویاند سټیفان سونتاج ویلي ''دا په دې سیمه کې د نوي کال له پیل راهیسې یوه لویه پېښه ده، سیمې ته مو د بېړنیو حالاتو اړوند ګڼ ډاکټران، امبولانسونه او چورلکې استولې دي.
په یوه اورګاډي کې د سیمه ییزو رخصتیو د مېلې څیزونه او کمپیوټر بار و، خو د ښوونځي زده کوونکي پکې نه وو.

تر اوسه د اوګاډو د ټکر لامل نه دی روښانه شوی.




