اندونیزیا کې ٢٤ کسان د شرابو د څښلو له امله مړه شوي

اندونیزیا کې په ناقانونه ډول جوړو شوو شرابو پر خرڅلاو بندیز سخت شوی دی.
د عکس تشریح، اندونیزیا کې په ناقانونه ډول جوړو شوو شرابو پر خرڅلاو بندیز سخت شوی دی.

د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا کې پولیس وايي، په ناقانونه توګه تولید شویو شرابو د څښلو له کبله په وروستیو ورځو کې لږترلږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

پولیس وايي، دا کسان وروسته تر هغه مړه شول، چې په تور بازار کې یې په ناقانونه توګه تولید شوي شراب ترلاسه کړل.

دغه شراب د شمالي یوګیاکارتا ښار په سلیمان کې له ایتنول، اوبو او مېوې جوړ شوي و. ګڼ نور ناروغه کسان روغتون ته وړل شوي.

د شرابو مشکوک جوړوونکی او خرڅوونکی نیول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ګڼ مېشتي مسلمان هېواد کې د شرابو له کبله خلک مري.

د ۲۰۱۴ کال د پیل په مېلو کې تر لسو ډېر کسان او د څلورو بهرنیانو په ګډون ۲۵ نور کسان په ۲۰۰۹ کال بالي کې د مېلې پرمهال د شرابو د څښلو له کبله مړه شوي وو.

که څه هم کوچنیو هټیو کې د شرابو پر خرڅلاو بندیز دی، خو د بالي په سمندرغاړو کې بیا د خرڅلاو اجازه شته
د عکس تشریح، که څه هم کوچنیو هټیو کې د شرابو پر خرڅلاو بندیز دی، خو د بالي په سمندرغاړو کې بیا د خرڅلاو اجازه شته

د سلیمان سیمې پولیسو مشر اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي، ډېری مړه شوي کسان زده کوونکي دي.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې، اندونیزیا کې کوچنیو دوکانونو کې د شرابو پر خرڅلاو بندیز لګول شوی.