هندي ښوونځي کې پړانګ شپږ کسان وداړل

د عکس سرچینه، Kashif Masood
د هند بنګلور ایالت یوه ښوونځي ته یو نارینه پړانګ ننوتلی چې تر نیول کېدا وړاندې یې لږترلږه شپږ کسان ټپیان کړي. داړل شویو کسانو د پړانګ د نیولو هڅه کوله.
یو ساینسپوه او د ځنګلي چارو کارکوونکی د هغو کسانو په کتار کې دي، چې د یکشنبې په ورځ د دغه خطرناک پړانګ له خوا وداړل شول.
پړانګ په پای کې آرام شوی او خوشی شوی دی.
په هند کې د ځنګلي ژوند په تړاو شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې د ۱۲۰۰۰ او ۱۴۰۰۰ ترمنځ ځنګلي پړانګان اوسېږي.
رپوټونه وايي، دغه اته کلن نارینه پړانګ یوه ښوونځي ته په ننوتلو وتوانېد.
د ښوونځي په امنیتي کامرو اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې پړانګ د لامبو یوه حوض ته څېرمه پر یوه امنیتي کس برید کوي.
ساینسپوه سنجې ګوبي او د ځنګلي چارو یو کارکوونکی بیني موریوس هغه مهال ټپیان شول، چې په یوه کونج کې ایسار پاتې شول او پړانګ پرې برید وکړ.

د بورالینګایا د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل: ''د پړانګ تر نیول کېدا پورې ډېرې هلې ځلې او اړدوړ وشو''.
د ځنګلی چارو یوه چارواکي راوي رالف د بي بي سي هندي برخې خبریال عمران قریشي ته وویل، امکان لري دغه ځنګلي پړانګ ښوونځي ته له څېرمه یوه ځنګل نه اوښتی وي.
نیول شوی پړانګ یوه ملي پارک ته وړل شوی دی.

په هند کې ځینې وخت پړانګان او لوی ځنګلي پیشوګان د خلکو د استوګنې ځایونو ته ننوځي، خو حیواناتو پالونکو خبرداری ورکړی چې له دا ډول حالت سره د مخامخېدو پرمهال باید انسانان د حیواناتو له رویې سره اشنا وي.
تېر کال، د هند شمالي راجستان ایالت په یوه کلي یوه نارینه پړانګ، په یوه فلزي قفص کې ټیک پنځه ساعته تېر کړل.









