شمالي کوریا د اوږده واټن بالسټیک توغندي ازموینه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
شمالي کوریا د اوږده واټن توغندي ازموینه کړې. منتقدین وايي دغه هېواد د ممنوع تکنالوژۍ پر مټ دغه ازموینه کړې ده. د شمالي کوریا د دغې ازموینې په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو او جاپان په شمول یو شمېر هېوادونو سخت غبرګون څرګند کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت او سویلي کوریا پوځ د شمالي کوریا له لوري د توغندي ازموینه تایید کړې ده.
په ظاهره داسې ښکاري، چې دغه توغندی د هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې له یوې اډې توغول شوي دی، چې د جاپان سویلي اکاناوا ټاپو سره نژدې تېر شوی دی.
شنونکي وايي شمالي کوریا د امریکا په نښه کولو لپاره اتومي وسلې جوړوي.
د ملي امنیت چارو کې د امریکا سلاکاره سوزان رایس وايي د شمالي کوریا بالسټک توغندیو تکنالوژي د ټیکاو له منځه تلو لامل کېږي او وايي د امریکا او متحدینو لپاره د خطر سبب کېږي.
له دغې ازموینې وروسته د جاپان لومړي وزیر شین زو ابې ویلي دغه چاره د ' زغم وړ نه ده ' او وايي دغه تجربه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو ' څرګند سر غړاو.' دی.

د عکس سرچینه، AP
د ملګرو ملتونو امینت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې پر شمالي کوریا د اتومي وسلو او بالسټک توغندیو ازموینې لړ کې بندیزونه لګیدلي دي.
رپوټونه وايي، امریکا، جاپان او سویلي کوریا د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنیزې غونډې بللو غوښتنه کړې.
د سویلي کوریا چارواکي وايي، شمالي کوریا د دغه هېواد د پخواني مشر کیم جان اوون له کلیزې مخکې دغه ازموینه ترسره کړې ده.
د روان کال جنورۍ په شپږمه نېټه د هایډروجن بم له ازموینې وروسته پر شمالي کوریا نیوکې ډېرې شوې دي.
شمالي کوریا وايي، اتومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ساینسي څېړنو لپاره دی، خو د امریکا، چین او سویلي کوریا چارواکي وايي، د توغندي ازموینې هدف د داسې بین البراعظمي توغندي چمتو کول دي، چې پر مټ یې کیدای شي د امریکا متحده ایالتونه په نښه شي.








