د سوریې جگړه:کډوالو سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه
د نړۍ بېلابېلو مشرانو د سوريې له کډوالو سره د مېلياردو ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده. په لندن کې د کنفرانس په لومړۍ ورځ المان د دوه اعشاريه شپږ، برتانيا د يو اعشاريه اووه مېلياردو او امريکا د ٩٢٥ ميلونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه.
د دې غونډې ګډونوال غواړي چې د سوريې د کډوالو لپاره نهه مېليارده ډالر راغونډ کړي. خو د لندن دا کنفرانس په جنيوا کې د سولې د خبرو ځنډېدو تر سیوري لاندې راوستی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د جگړې په ډگر حلب کې د حکومتي ځواکونو عمليات روان دي. دې عملياتو کې د روسيې هوايي ځواک هم برخه لري.
د ترکيې لومړي وزير، احمد داود اوغلو وويل چې د اټکل له مخې دې بمباريو څخه٧٠٠٠٠ زره بې ځايه شوي د ترکيې په لور تښتي.
د کانفرانس د پرانېستلو پر مهال د برتانيا لومړي وزير، ډيوډ کېمرون، وويل چې" سوريه کې د انسانانو ژغورنې لپاره اړينې مرستې ډيرې کمې دي".
دې کانفرانس کې د ٧٠ هېوادو استازي برخه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، بانکي مون، غونډې ته د وینا پرمهال له ګډنوالو وغوښتل چې د یوه بدلون په خاطر له دې غونډې نه د یوه فرصت په توګه کار واخلي. ده زياته کړه "وضعه د زغم وړ نه ده، په دې ډول ورته نور دوام نشو ورکولى. له پوځي لارې دا مسله نه شي حل کېداى، يوازې د ټولو لورو په گډون سياسي خبرې د سوريې د خلکو کړاوونو ته پاى ورکولى شي".
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق مشر ،ټوني لیک، د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د سوري ماشومانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول کولای شي د کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم رول ولوبوي.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه راز د اردن پاچا عبدالله غونډې ته وویل چې همدا د اقدام کولو وخت دی.
دا د خپل ډول څلورمه ناسته ده چې د سوريې څلور اعشاريه شپږ ميلونه کډوالو ته د زده کړې او کار پېدا کولو لپاره د مرستو په تړاو جوړيږي. دې کډوالو په گاونډيو هېوادو کې پناه اخيستې چې تر ټولو زيات يعنې دوه اعشاريه پینځه ميلونه يې ترکيې ته اوښتي دي.








