د سوريې جګړه: ملګرو ملتونو د سولې خبرې ځنډولې دي

د عکس سرچینه، AFP
سوريې ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټېفن ميستورا وايي د سوريې د پنځه کلنې جګړې د ختمولو په اړه د سولې خبرې يې ځنډولې دي.
ښاغلی سټېفن میستورا دا يو لنډ مهاله ځنډ بولي او وايي د خبرو د پيل په لومړۍ اوونۍ کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو وړاندې اعلان کړی و چې د حلب په شمال لوېديځ کې يې د دوو ښارګوټو کلابندي ماته کړې ده.
د سوريې چارواکو په وينا د دغه پرمختګ له امله حلب ښار کې ياغيانو ته د اکمالاتو لار تړل شوې ده.
ښاغلي مېستورا په خپلو خبرو کې منلې چې لار نور زيات کار ته اړتيا ده او د سولې خبرې به روانه مياشت يو ځل بيا پيل شي.
نوموړی وايي "دا پای نه دی او دا د سولې خبرو ناکامي نه ده".
د ده په وينا دواړه غاړې غواړي چې د کړکېچ د حل لپاره يو سياسي پروسه پيل شي.
د شمېرو له مخې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او له ۱۱ ميليونو زيات بېځايه شوي دي.








