د سوري کډوالو د زده کړو نیمګړتیا په اړه د ملالې خبرداری

د ملالې خیریه مرکز رپوټ راتلونکې اونۍ د سوریې په اړه لندن کې له کنفرانسه مخکې خپريږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملالې خیریه مرکز رپوټ راتلونکې اونۍ د سوریې په اړه لندن کې له کنفرانسه مخکې خپريږي

ملالې یوسفزۍ د سوریې د هغو میلونونو ماشومانو د زده کړو لپاره د نورو هڅو غوښتنه کړي، چې په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او یا هم شاوخوا هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ملالې په نوم خیریه مرکز له لوري چمتو شوي رپوټ کې ویل شوي، چې د سیمې نژدې څلور میلیونه ماشومان، چې له خپل کور کلي بې ځایه شوي دي، په سخته یې نیمايي توانیدلي یوه ښوونځي ته لاړ شي.

آغلې یوسفزۍ خبرداری ورکړی، چې دې سره د یوه ' نسل تري تم کېدو ' خطر رامنځته شوی دی.

د جمعې په ورځ له خپرېدو مخکې د بي بي سي لیزدوسیت ته د دغه رپوټ د لیدو ځانګړې اجازه ورکړله شوې.

ملاله په پاکستان کې د نجونو زده کړو لپاره له کمپاین وروسته وسله والو طالبانو په سر په ډزو ووېشتله او نوموړي نن سبا د سوريې کډوالو ماشومانو د زده کړو لپاره کمپاین کوي.

د اردن له پلازمېنې، د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله خپل رپوټ کې کاږي، چې د سوریې کډوالو نجونو یو ډېرېدونکی شمېر وار له مخه په کم عمرۍ کې واده شوې، په کروندو کې بزګري کوي او یا هم کارځایونو کې د مزدورانو په توګه کار کوي.

رپوټ کاږي، د تعلیمي تشې ډکولو لپاره سملاسي یو اعشاریه څلور بیلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رپوټ کاږي، د تعلیمي تشې ډکولو لپاره سملاسي یو اعشاریه څلور بیلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د ملالې خیریه ادارې په رپوټ کې ویل شوي، مرستندویانو د هغو پېسو، چې د ښوونځیو ودانیو یا ښوونکو لپاره په کار وې، یوازې ۳۷ سلنه ورکړې دي.

د دوی په وینا د تعلیمي تشې ډکولو لپاره سملاسي یو اعشاریه څلور بیلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

ملالې خبرداری ورکړی، چې ماشومان داسې مهال له زده کړو بې برخې کېږي، چې په راتلونکي کې د ډاکټر، انجنر او ښوونکي په توګه د چارو پر مخ بیولو لپاره چمتوالی کوي.

رپوټ راتلونکې اونۍ لندن کې د سوریې په اړه له کنفرانسه مخکې خپريږي، چې پکې به له مرستندویانو وغوښتل شي، چې د راتلونکي تعلیمي کال له پیله مخکې ښوونځي ته د سیمې ټولو ماشومانو لېږلو کې د مرستې ژمنه وکړي.

خو دې سره ان د شمالي اروپا هېوادونه، چې په مرستو کې مخکښ دي، داسې اشارې څرګندوي، چې ښايي د دوی هېوادونو ته د ورتلونکو سوري کډوالو د زده کړو لپاره پېسې وګرځوي.

د ملالې په وینا د شاوخوا هېوادونو وار له مخه د سوريې کډوالو د زده کړو لګښت بار لویه برخه پورته کړې ده.