سوريه: حکومتي ځواکونو ربيعه ښار نيولي

د عکس سرچینه، REUTERS
د سوريې دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې ربيعه ښار د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی. ربيعه د لاذقيه ولایت کې وروستی ښار دی چې د بشار اسد د مخالفو وسله والو له ولکې څخه وتلی دی.
په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوريې ځواکونو پرمختګ د روسيې هوايي ځواک په مرسته شوی او دغه عمليات د روسيي پوځي افسرانو په لارښوونه تر سره شوي دي.
د ربيعه ښار نيول له هغه وروسته چې روسيه د سوريې جنګ کې ښکېل شوې د بشار اسد د ځواکونو لپاره يو له لويو پرمختګونو ګڼل کېږي.
روسي ځواکونو په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې او نورو حکومت ضد ګروپونو پر وړاندې د تېر کال له سپټمبرمياشتې راهيسې هوايي بریدونه کوي.
ملګري ملتونه وايي د سوريې په تېره پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰۰۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲ ميليونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.
بل خوا د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري چې سعودي عربستان ته په سفر تللی، د سوريې په اړه د سولې خبرې چې راتلونکې اوونۍ په سويس کې پيلېږي، اميدواري ښودلې ده.
ښاغلي کېري ويلي په سوريه کې روانې جګړې او تاوتريخوالي ته د حل لارې موندلو په تړاو يې د سعودي له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د سوريې د سولې خبرو په اړه بېلابېلو نظرونه دي خو ټاکل شوې ده چې خبرې به د دوشنبې (۲۵ جنوري) په جينوا کې پيل شي.
ويل کېږي په دغو خبرو کې به د سوريې حکومت سربېره د ايران، روسيې او سعودي استازي هم ګډون وکړي.








