د ٢٠ کوچنيانو په گډون ٤٢ کډوال سمندرکې مړه شوي

د عکس سرچینه، AP
لږ ترلږه ٤٢ کډوال چې له ترکيې يې يونان ته د داخلېدو هڅه کوله د يونان ايجه ټاپو سره نزدې په اوبو کې مړه شوي دي.
په مړو شوو کې ٢٠ کوچنيان دي.
د یونان پولیس وايي شاخوا ٥٠ نور کسان توانیدلي چې د کښتۍ له چپه کېدو وروسته ځانونه وچې ته ورسوي.
دا کسان د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله مړۀ شوي دي. په دغو کښتیو کې سپرو کسانو هڅه کوله چې له ترکیې نه د سمندر له لارې اروپايي ته ځانونه ورسوي.
په یونان کې د بي بي سي خبریال دامیان ګراماتیکاس په خپل رپوټ کې وايي، په لومړۍ پېښه کې یوه لرګینه کښتۍ چې ۴۸ کسان پکې سپاره وو، د فارما کانیسي کوچني ټاپو ته څېرمه واوښته. دا پېښه د شپې په دوه نیمې بجې وشوه او داسې ښکاري چې په کښتۍ کې سپرو کسانو په سمندر کې پراته د لویو ډبرو خنډونه نه لیدل. په دوی کې ډېری د سمندر غاړې ته په وتلو وتوانېدل، خو ټول نېکمرغه نه وو. د یونان ساحلي ځواکونو په لومړیو هڅو کې له سمندره د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې مړي راوویستل.

د عکس سرچینه، AP
دویمه کښتۍ لږه وروسته له کالو لیمنوس ټاپو سره نژدې ډوبه شوه. فکر کېږي چې په دې کې تر ١٠٠ پورې کسان وو. د دوی له ډلې ٢٦ تنه په لومړي سر کې وژغورل شول، خو ډېر نور ښايي په یخو اوبو کې مړه شوي وي. د څوارلسو تنو مړي یې ساحلي ځواکونو د ورځې په لومړیو کې راوویستل، خو ډېری یې تري تم شول.
ساحلي ځواکونه او د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې فرنټېکس یوه چورلکه لا هم په سمندر کې لټون کوي. داسې ښکاري چې سړه هوا او خطرونه د کډوالو د هغه تکل مخه په بشپړ ډول نه نیسي، چې له مخې یې اروپا ته د رارسېدو هیله لري. په روان کال کې وار له مخه تر ٣٠ زرو ډېر کډوال د سمندر له لارې یونان ته راغلي دي.




