تهران نيول شوي امريکايي ماڼو گان پرېښودل

ايران هغه ١٠ امريکايي ماڼو گان پرېښي چې پرون يې نيولي وو.
د ايران دولتي تلويزون وايي ددې کسانو بېړۍ خليج کې د ايران سمندري اوبو ته ننوتې وې.
امريکا وايي چې د سه شنبې په ورځ د روزنې پر مهال د هغوي د بيړۍ له خرابېدو وروسته دا کسان نيول شوي وو.
د ايران د حکومت يوې اعلامېې کې راغلي دي چې " دا کسان له هغې وروسته چې بخښنه يې وغښتله پرېښودل شول.
يو امريکايي چارواکي د رايټرز خبري اژانس سره خبرو کې ددې ماڼو گانو پرېښودل تايد کړي دي.
د ايران دولتي خبري رسنېو د انقلابي گارد ديوې وينا له مخې ويلي دي " چې دا امريکايي ماڼو گان په غير ارادي ډول د ايران اوبو ته ننوتي وو".
دا پېښه په يوه حساس وخت چې ايران هڅه کوي ددې اتومي پروگرام په اړه لويديځ سره شوې موافقه عملي کړي رامنځ ته شوې ده.




