د بالټیک مسلمانانو د ژوند حیرانونکی تاریخ

ښايي په داسې یوه ځاي کې به تاسو د یوه جومات د شته والي هیله نه درلوده، خو د لیتوانیا د ځنګلونو او جهیلونو په منځ کې مسلمانانو څه باندې ۶۰۰ کاله ژوند کړی- دا ښيي چې په منځنیو پېړیو کې هلته خلکو یو بل زغملای شوای، په داسې حال کې چې د اروپا په نورو برخوکې مذهبي اختلافونه ډېر وو.

په لومړي نظر، دا د لرګیو جوړه شوې څلور اړخیزه ودانۍ، د بالټیک هېوادونو د کلیو د زرګونو نورو ودانیو په شان ښکاري.

خو، د بام پر سر ېې، د نېغې څوکې پرځای یو ښیښه يي برج لري او پر سر ېې یوه وړه کنبده ده چې د سیمې د کلیساګانو پر سر هم لیدل کېږي. د وړې ګنبدې پر سر د نیمګرې سپوږمۍ په شان یو کوچنی هلال لګول شوی.

د اروپا ډېری جوماتونه همدغه شان ښکاري.

د "کتوريس دیشم توتوري" په نامه کلی د لیتوانیا پلازمنېنې ویلنیوس جنوب لوېدیځ خوا ته نژدې پروت دی، چې د موټر په سورلۍ تقریبا ۲۰ دقیقې لاره ده. د مسلمانانو دا جومات له ۱۵۵۸ کال راهیسې هلته ولاړ دی.

د کلي په نوم کې یوه نښه پرته ده. کتوريس دیشم توتوري یعنې څلويښت تاتاران. یوه افسانه وايي چې څه باندې ۶۰۰ کاله پخوا د لیتوانیا د یو لوی مشر، ویتاوتس، په بلنه د تاتارانو څلوېښت کورنۍ هلته میشته شوې وې.

له سوځېدو وروسته په ۱۹۰۱ کې دا جومات بیا له سره جوړشو
د عکس تشریح، له سوځېدو وروسته په ۱۹۰۱ کې دا جومات بیا له سره جوړشو

د دغۍ سیمې واکمن خلک کافران وو او په لوېدیځ کې د خپلو تېري کوونکو عیسوي ګاونډیانو (تیوتونیک شوالیه ګانو) له خوا په پرلپسې توګه ترګواښ لاندې وو.

د لیتوانیایانو ستر مشر ویتاوتس په ۱۳۹۸ کې تور سمندرګي ته نژدې له یو لړ پوځي عملیاتو وروسته له ځانه سره د کریمیا یو شمېر مسلمان تاتاران او د یهودانو یوه ډله (قرایتي یهودان) راوړل چې د لیتوانیا د خاورې په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

۱۲ کاله وروسته تیوتونیک عیسوي شوالیه ګانو له پولنډ او لیتوانیا سره جګړه پېل کړه او تاتارانو او قرایتي یهودانو د ویتاوتس ترڅنګ د ګرونوالډ په جګړې کې ګډون وکړ چې د وارسا او ګدانسک ترمنځ سیمه کې وه او صلیبیانو ته ېې سخته ماتې ورکړه.

د هغوې د ملاتړ په خاطر، ویتاوتس مسلمانانو ته ځمکه او بشپړه مذهبي آزادۍ د انعام په توګه ورکړه- او دا هغه وخت و چې د اسپانیا یهودان او مسلمانان د عیسویانو له خوا له اسپانیا څخه شړل کېدل.

ستر ویتاوتس، د لیتوانیا د سترې دیوک نشینې سیمې واکمن(۱۳۹۲-۱۴۳۰)

"زموږ په منځ کې د ویتاوتس ډېر درناوی کېږي. هغه موږ ته امر ونه کړ چې خپل پیغمبر هېر کړو... موږ پر خپلو تورو سوګند خوړلی چې لیتوانیایان به راباندې ګران وي کله چې نصیب او د جګړې سرنوشت موږ د هغوې هېواد ته راوړو او هغوې وویل... "دا ځمکه، دا اوبه ... به زموږ ترمنځ شریکې وي"

د تاتارانو یو لیک چې په ۱۵۱۹ کې د لیتوانیا ستر دیوک او د پولینډ پاچا لومړي سیګیسموند ته استول شوی و.

په اوسني وخت کې نژدې ۱۲۰ کسان چې د کتوريس دیشم توتوري یا څلويښتو تاتارانو په کلي کې اوسېږي تاتاران دي، او ډېری يې ادعا کوي چې نیکوونه ېې له کریمیا څخه راغلي وو.

د روسي ادبیاتو یوه پخوانۍ ښوونکې، ۷۵ کلنه فاطمه ستانتروکووا وايي: "موږ د ویتاوتس له امله دلته یو، خو پوهېږو چې د کریمیا تاتاران یوو."

د جومات په هدیرې کې د پېژندو وړ یو زوړ قبر د "الله بیردي" په نامه د یو کس دی، چې په ۱۶۲۱ کال کې هلته ښخ شوی.

په لیتوانیا کې د تاتارانو شمېر پرلپسې ډېر شو، جنوب او لویدیځ ته خپاره شول. یو وخت هلته د ویلنیوس، د بېلاروس پلازمېنې مینسک، او د پولنډ د بیالیستوک د ښار ترمنځ سیمې په کلیو کې د تاتارانو په لسګونو او احتمالا په سلګونو جوماتونه موجود وو

د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې په لیتوانیا کې ۲۵ جوماتونه موجود وو.

اوس هلته - د کتوريس دیشم توتوري، ریزیايي او نیمیزیس په کلیو کې۳ جوماتونه شته دي. ۴ نور ېې د پولنډ د کروژنیاني او بهونیکي کلیو او د بېلاروس د نواهروداک او ایوي د ښارګوټو ترمنځ سیمو کې دي.

د نیمیزیس کلي د جومات په انګړ کې قبرونه
د عکس تشریح، د نیمیزیس کلي د جومات په انګړ کې قبرونه

ظاهرا د ۱۸مې پېړۍ په لومړیو کې لومړی د تاتارانو ژبه له منځه لاړه.

روسي ختیځ پېژندونکي تاتار محمد مراد ال رمزي، په ۱۹مه پېړۍ کې لیکلي چې: "د کلونو په تېریدو سره ’د فراموشۍ غڼۍ (عنکبوت) د هغوی د دودونو او ژبو پرسر خپل جالونه وغوړول’’، "خو، د دې سره سره، هغوې پر اسلام خپله عقیده له لاسه ورنکړه، که څه هم د خپل دین په اړه ېې علمي پوهه نه درلوده."

یوه لږه اندازه اسلامي پوهه چې موجوده وه، په شلمې پېړۍ کې ېې یو بل ګوزار وخوړ.

له ویتاوتس سره راغليو د کریمیا د تاتارانو له نسله یو بل کس، د لیتوانیا ستر مفتي، رمضان یعقوب وايي : "شوروي دوره تر ټولو بده وه. ټول مذهبي مشران او د هرې پوهې سره تړلي خلک یا ووژل شول او یا د سایبیریا لیرې سیمو ته تبعید شول. کتابونه او آرشیفونه وسوځول شول. جوماتونه بند او ویجاړ شول. ټولنې بندې شوې. اسلام منع شو"

د بالتیک تاتارانو په دودیز ډول دوه نومونه درلودل – رمضان یعقوب ( اسلامي نوم چې تل به ېې په کورنۍ او نژدې دوستانوکې کاروه) رسمي نوم ېې روماس یاکوباسکس
د عکس تشریح، د بالتیک تاتارانو په دودیز ډول دوه نومونه درلودل – رمضان یعقوب ( اسلامي نوم چې تل به ېې په کورنۍ او نژدې دوستانوکې کاروه) رسمي نوم ېې روماس یاکوباسکس

یعقوب ستر شو خو د اسلام په اړه ېې هېڅ معلومات نه درلودل، یواځې د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته په سمه توګه اسلام سره آشنا شو، کله چې مسلمانو زده کونکو دغې هېواد ته په راتلو پېل وکړ.

هغه فورا له هغوې سره اړیکې جوړې کړې، او د هغوی په مرسته ېې په لبنان او لیبیا کې زده کړه وکړه.

هغه وايي د لبنان ګڼ کلتوریزه فضا د یو اروپايي مسلمان د روزنې او لارښونې لپاره یو ښه مساعد ځای و.

په ځینو ځوانو تاتارانو کې له مذهب سره د دلچسپی بیا راپېدا کېدلو سره سره، د دغې سیمې هېڅ یو جومات هم د ورځیني پنځه وخته لمانځه لپاره پرانیستی نشو. حتی په کتوريس دیشم توتوري کې چې درېیمه برخه استوګن ېې مسلمانان دي، جومات یواځې د ځانګړو مذهبي وختونو د مراسمولپاره پرانیستل کېږي.

خو، د بالتیک تاتارانو د دې ۷ ژوندي پاتې شویو جوماتونو ترڅنګ، څو زره میله لېري په لوېدیځ کې یو بل جومات هم شته دی- د امریکا په متحدو ایالتونو کې د نیویارک د بروکلین د سیمې د پاورز کوڅې ۱۰۴ نمبر ودانۍ ، چې د لیتوانیا جوماتونو سره یوغیر طبیعي ورته والی لري.

د بالتیک تاتارانو له درېیم نسل څخه، الیسا راتکیویچ، چې وايي نیکه ګان ېې د بېلاروس د ایوي له ښارڅخه وو، په بروکلین کې د جومات د مشر مرستیاله ده او وايي:

"زه به د خپلې کورنۍ سره دغه جومات ته ورتللم، زما یوه پخوانۍ خاطره دا ده چې د جومات دننه دیوالونو زینتي لرګي ډېر خراب شوي وو. نو کله چې زه د جومات د مشر مرستیاله شوم، غوښتل مې چې هغه زاړه لرګي لیرې کړم، خو یو بوډا سړي راته وویل دا لرګي ېې هلته ځکه پرې ایښې چې په بالتیک کې د پاتې شویو جوماتونو خاطره ژوندۍ وساتي."

د بروکلین جومات – چې په ۱۹۲۷ کې پرانیستل شو او باور کېږي چې د نیویارک تر ټولو زوړ جومات دی– اوس د ورځنیو لمونځونو لپاره نه دی پرانیستی. خو د تاتارانو د کوچنۍ ټولنې د هویت لپاره ډېر مهم دی، لکه هغه ۷ جوماتونه چې تراوسه پورې په لیتوانیا، بیلاروس او پولنډ کې پرځای پاتې دي.

د کتوريس دیشم توتوري د کلي فاطمه وايي: "د شوروي په وخت کې موږ خپل جوماتونه ویجاړیدو ته پرېنښودل!، موږ په پټه له خپل جومات څخه کار اخیسته" "د۱۹۴۰ کلونو امام او ټولنې، موږ ماشومانو لپاره دا جومات ژوندی وساته. موږ ته یواځې دغه جوماتونه پاتې دي."

فاطمه د لمانځه خولۍ سره
د عکس تشریح، فاطمه د لمانځه خولۍ سره