''خلکو راته ویل توره یې ګرانه ده فلمونو کې بریالۍ شې''

د هندي فلمونو وتلې لوبغاړې پریانکا چوپړه وايي د خپل مخ د پوټکي رنګ له کبله د هنري ژوند پیل کې د یو شمېر کسانو له سختو څرګندونو سره مخامخ شوې ده.
د ا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شوي فلم ( باجي راو مستانې ) او امریکايي ټلویزیوني خپرونې ' کوانتېکو ' نه مخکې هم د پریانکا هنر په یو شمېر فلمونو کې ښه ځلیدلی.
د بي بي سي هندي له سپریا سوګلې سره خبرو کې نوموړې ویلي، کله چې مې فلمونو کې رول لوبول پیل کړل، یو شمېر خلکو راته ویل ( توره یې، ګرانه ده، چې فلمونو کې به بریالۍ شې.)
پریانکا ۲۰۰۰ کال کې د ښکلا نړیواله ملکه و ټاکله شوه او ۲۰۰۳ کال کې یې له ' انداز ' نومي فلم نه فلمونو کې رول لوبول پیل کړل، خو یاد فلم د عاید له پلوه بریالی نه و.
پریانکا وايي اته کاله کېږي، چې هڅه کوم پر خپل هنر وپوهیږم، تل مې له خپلې خوښې سره سم رول لوبولی او د هېچا لپاره مې خپل شخصیت کې بدلون نه دی راوستی.
هغه وايي:

د عکس سرچینه، EPA
زه نه شم کولای، خپل رنګ یا غږ بدل کړم، خو پر خپل هنر زیار کولای شم او همدا کوم.
د نوي نسل هنرمندانو ته د توصیې په توګه نوموړې وايي، هېڅوک بشپړ نه دی، خو که خپلې نیمګړتیاوې وپېژنئ او پر ځان باور سره مخکې شئ، هر هغه څه به تر لاسه کړئ، چې غواړئ یې.
د سنجې لیلا بهنسالي فلم ' باجي راو مستاني ' کې د پریانکا رول ډېر ستایل شوی، خو هغه وايي دغه فلم یې تر اوسه نه دی لیدلی. هغه وايي:
د مصروفیتونو ډېروالي له کبله نه یم توانیدلې، دغه فلم وګورم، خو ژر به یې ووینم.
مشهور هنر مند امیتاب بچن په یوه لیک کې دغه فلم کې د هغې د رول ستاینه کړې. د امیتاب د لیک په اړه نوموړې وايي، مور مې د ښاغلي بچن لیکونه ساتي، هغه زما هنر د بچن د لیکونو پر بنسټ پرتله کوي.








