مودي: هند به په هر ډگر کې افغانستان سره ودريږي
د هندې لومړي وزير ناريندرا مودې ويلي دي چې افغانستان کې به سوله راځي، او هندوستان به په هرگام اوهر وخت افغانستان سره په خوا کې ولاړ وي.
ده وويل چې هند د افغانستان د راتلونکي بنسټ جوړوي ، نه د شخړې گرمه ساتل غواړي.

د عکس سرچینه، NARENDRA MODI TWITTER
ښاغلي مودي د هند وستان په لگښت کابل کې د پارلمان د نوې ودانۍ تر پرانېستلو وروسته وينا کې وويل ځيني نه غواړي چې هند دې په افغانستان کې ښکيل وي.
خو د هند لومړي وزير د کوم هېواد نوم وانه اخيست ، د ډېرو په اند د ده اشاره يې پاکستان ته وه.
هند تېرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان يو لوى مرسته کوونکى هېواد پاتې شوى دى. غوندې ته وينا کې ده د افغانانو او هندوستان د تاريخي اړيکو يادونه وکړه او هيله يې وښودله چې د سولې راتلو سره به بيا د سيمې هېوادو ترمنځ تگ راتگ پراخ شي چې دا به د ټولې سيمې په گټه ده.
ده د افغانانو په يو والي تاکيد وکړ او وې ويل چې د تېرې قربانۍ بايد ضايع نه شي. ده وويل افغانان که هر قوم پورې اړه لري په ټوله کې هغوي وياړلي افغانان دي.
ده وويل چې هندوستان د افغانانو په ملگرتيا وياړي.
افغانستان ته له سفر وروسته د هند لومړى وزير نريندرا مودي په نا اعلان شوي توگه پاکستان ته لاړ. ده په لاهور کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره وليدل. دا پاکستان ته د ښاغلي مودي لومړنى رسمي سفر وو، دې ته د دواړو اتوم لرونکو هېوادو ترمنځ د رسمي خبرو د پيلولو د وروستۍ هڅې په توگه کتل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي چې دواړو مشرانو په دې موافقه کړې ده چې د همکارۍ اوسولې خبرو ته به دوام ورکوي.








