ترکي چارواکي وايي له عراق نه نور سرتېري هم باسي

د عکس سرچینه، AP
ترکيه وايي څو ورځې وړاندې د عراق له سويل نه د يو شمېر سرتېرو له وېستو وروسته نور سرتېري هم له دغه هېواد باسي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې د دغو ځواکونو د استولو پر سر له عراق سره يو څه (ناسم پوهاوی) شوی.
انقره دغه ګام له هغې يوه ورځ وروسته اخلي چې ولسمشر اوباما د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان په کلکه وغوښتل له بغداد سره کړکېچ کم کړي.
ترکيې د دې مياشتې په لومړيو کې عراق ته ۱۵۰ سرتېري استولي وو، ويل يې چې دغه سرتيري د ترکي پوځي روزونکو ساتنه کوي.
انقرې دغه سرتېري موصل ته نژدې بعشيقه کمپ ته د عراقي کردي ځواکونو د روزنې لپاره استولي وو.
موصل له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې.
خو بغداد ویلي ترکي سرتيري د دوی په سلا مشوره عراق ته نه دي ورغلي او دا د عراق له ځمکنۍ بشپړتيا او نړيوال قانون سرغړونه ده.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: ''ترکيه د عراق له حکومت سره د سرتېرو د استولو پر سر ناسم پوهاوی تاييدوي. ترکيه دغه راز د عراق د حکومت په اندېښنو هم ښه پوهېږي.''
په اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې څومره ترکي ځواکونه به له عراق نه وېستل کېږي او دغه ځواکونه به چېرته وي.
د دوشنبې پر ورځ د ترکيې حکومتي اژانس د پوځي چارواکو له قوله وويل د شاوخوا ۱۰-۱۲ موټرو کاروان له بعشيقه نه ووت او د عراق د شمال پر لوري ولاړ.









