د پاچا سپي ته د سپکاوي په تور تایلنډي ته زندان

د عکس سرچینه، Reuters
په ملګرو ملتونو کې چارواکو او د بشري حقونو ځینو فعالانو ویلي، په تایلنډ کې د واکمن شاهي نظام او پوځي شورا د ګوتنیوونکو ځپل د ولس او نظام ترمنځ واټن ډېر کړی او تیاره کړی دی.
د بشري حقونو ځینو ډلو او د پوځي شورا منتقدینو ویلي، په تایلنډ کې د شاهي کورنۍ د ساتنې لپاره یو سخت قانون جوړ شوی، چې سرغړوونکو ته یې سخته سزا ورکول کېږي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په ملکي جامو کې امنیتي کسانو په یوه روغتون کې یو محصل له دې کبله ونیو، چې ګني ''شاهي نظام ته یې سپکاوی'' کړی دی.
په دوشنبې، چارواکو د تاناکورن سیریبایبون په نامه د یوې فابریکې ۲۷ کلن کارکوونکی له دې کبله پړ وباله، چې د پاچا سپي د سپي سپکاوی یې کړی دی، که چېرې محکمې پر تورن لګول شوی تور ثابت کړ، شاید د نوي قانون له مخې څو لسیزې بندي شي.
رویټرز ته د بشري حقونو د څار ډلې سونای پاسوک ویلي ''د پوځي شورا د واکمنۍ تر سیوري لاندې د قانون تطبیقولو ناشولته انځور داسې حد ته رسېدلی، چې اوس ټول پوهېدلي پاچا غواړي په زور ځان په واک کې وساتي، آن د پاچا سپي ته هم سپکاوی د وګړو په بندي کولو تمامېږي''.

د عکس سرچینه، AFP
د سې شنبې په ورځو یوې پوځي محکمې یوه تایلنډۍ مېرمن له دې کبله په اوو کلونو بند محکومه کړه، چې ګني پر انټرنېټ یې د پاچا لپاره ''سپکوونکې'' څرګندونې خپرې کړې دي.
د تېر جولای په لومړیو کې، پوځي محکمې یو سړی ځکه په ۳۰ کلونو بند محکوم کړ، چې پر فیسبوک یې د پاچا سپکوونکې تبصرې لیکلې وې.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د نوي لنډمهالي اساسي قانون د ۴۴ مادې له مخې، دپوځي شورا مشر ته د ''هر راز ضروري'' پرېکړې لپاره پوره واک ورکړل شوی، چې د ملي امنیت د خرابېدو د مخنیوي په موخه هر ډول ګام پورته کړي او له هېڅ چون او چرا پرته پوځيان تورن کسان تر اوو ورځو پورې له ځان سره وساتي.
د پوځي شورا ویاند جګړن وینتای سوفاري بیا د پاچا سپکولو ضد قانون دفاع کړې. دی وايي دغه قانون ته ځکه اړتیا وه چې ''د تایلنډیانو ډېره خوښه شاهي کورنۍ وساتله شي''.
په روانه میاشت کې د ۸۸ کلن پاچا بومبیون ادولیادیج روغتیايي وضعیت هم ډېر خراب شوی و، خو د هغه زوی او قانوني وارث ماها واجیر الونګورن بیا په خلکو کې د پلار په څېر ډېر محبوبیت نه لري.

د عکس سرچینه،








