چين کې د ځمکې ښوېدنې له امله ۲۲ ودانۍ نړېدلي دي

د عکس سرچینه، Getty
د چين په جنوبي شينزن ښار کې د ځمکې ښوېدنې له امله شاوخوا ۲۲ ودانۍ نړېدلې دي.
ځايي چارواکي وايي له ۹۰۰ زيات کسان يې له پېښې وړاندې له ودانيو ايستلي وو.
د شينزن ښار د اور وژنې ډله وايي شاوخوا ۲۷ نور کسان هم په دغه سيمه کې بند پاتې دي چې د ژغورنې لپاره يې عمليات روان دي.
په نړېدلو ودانيو کې د کارګرو د اوسېدو دوه اپارتمانونه هم شامل دي.
د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس له مخې، د شينزن امنيتي ادارې له پېښې اته ساعته وروسته په يوه بيانه کې ويلي، "۲۱ نارينه او شپږ ښځينه تراوسه لادرکه دي."
ويل کېږي شاوخوا ۱۵۰۰ اور وژونکي په سيمه کې د خلکو پر ژغورلو بوخت دي.
همدا ډول سيمه ييزو چارواکو ويلي، د ځمکې ښوېدو له امله د نژدې سيمې ګازو سټېشن کې يوه چاودنه شوې.
د روان کال نومبر مياشت کې هم په زېنجنګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو.








