هند له جاپانه چټک اورګاډي پېري

د عکس سرچینه، Reuters
هند پرېکړه کړې چې له جاپانه چټک اورګاډي چې په مرمۍ اورګاډي هم مشهور دي وپېري.
د هند لومړی وزير نريندرا مودي وايي دغه چټک اورګاډي به له ممبی څخه احمداباد ته د اتو ساعتونو لار دوو ته راکمه کړي.
د جاپان لومړی وزير شينزو ابي د هند په سفر تللی و او دغه پرېکړ ډيلي کې د دواړو غاړو تر منځ له درې ورځنيو خبرو وروسته شوې ده.
د اسيا دوهم او دريېم لویو اقتصادي ځواکو مشرانو په نورو برخو کې لکه په دفاعي ټکنالوژۍ او سوله ييز ډول د اتومي انرژي کارولو برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.
تېره اونۍ د ښاغلي مودي کابينې د شاوخوا ۱۵ ميليارده ډالرو د چټک يا مرمۍ اورګاډي سيستم جوړول اعلان کړي وو.
دواړه هېوادونه له چين سره د خاورې پر سر کړکېچ لري او د دوی نوې ژمنې کېدای شي د ځينو په اند، سيمه کې د چين د مخ پر زياتېدونکي اغېز لپاره زيان رسوونکي وبلل شي.

د عکس سرچینه، AFP




