بریدګر له خپلمنځي لیدو مخکې سخت دریځۍ ته لیوال وو

د عکس سرچینه،
د امریکا څېړنیزه اداره ایف بي ای وايي، د دغه هېواد په سان برناردینو ښار کې برید کونکي مېړه ښځې له یوه بل سره له لیدو مخکې د سخت دریځۍ لور ته تمایل درلود.
د یادې ادارې مشر جیمز کومې په خبره تاشفین ملک او میړه یې سیدرضوان فاروق ۲۰۱۳ کال کې د جوړوخپل منځي خبرو اترو ویبپاڼې له لارې د جهاد او شهادت په اړه خبرې کړې وې.
ایف بي ای مني، چې دغه جوړه له نړیوالو ترهګرو سازمانونو متاثر وو، خو وايي لا هم څېړنه روانه ده.
د کالیفورنیا په سان برناردینو ښار کې دغه برید د امریکا متحدو ایالتونو کې د سپتامبر نهمې له بریدو را وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کېږي، چې ۱۴ کسان پکې ووژل شول.
پولیسو له دغه بریده وروسته دواړه میړه ښځه بریدکونکي ووژل.

د عکس سرچینه، Reuters
د چهارشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس په غونډه کې جیمز کومې دغه جوړه ' پر خپله خاوره راپورته شوي خونړي سخت دریځي 'وبلل.
له دې مخکې د ایف بي ای یوه چارواکي ویلي و، چې داسې ثبوتونه یې نه دي موندلي، چې ګواکې دغه برید له هېواده بهر پلان شوی و.
د جیمز کومې په خبره څېړنه ښيي، چې 'دوی له انلاین خبرو اترو مخکې سخت دریځي شوي وو.'
نوموړي دې لړ کې له کوژدې مخکې د دوی خپل منځي خبرو یادونه وکړه.
تاشفین ملک امریکا متحدو ایالتونو ته ۲۰۱۴ کال کې د کوژدنې په ویزې سفر کړی و او سید رضوان فاروق سره یې چې د امریکا تابعیت یې درلود یوه میاشت وروسته واده کړی و.
واشنګټن کې د بي بي سي خبریال جیمز اوبراین وايي، دغه موندنه مهمه ده، ځکه وايي مخکې داسې فکر کېده، چې تاشفین ملک خپل میړه سخت دریځۍ ته لیوال کړی و.
د ایف بي ای مشر وايي، دوی د څېړنو دایره پراخه کړې ده او د برید لپاره د ' مرستندویانو او وسایلو چمتو کونکو ' معلومولو لپاره هلې ځلې کوي.








