"اسلامي دولت ډله ۸۰ ميليونه ډالر مياشتنی عايد لري"

دغه اداره وايي د القاعدي په پرتله اسلامي دولت ډله بهرنيو مرستو باندې ولاړه نه ده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دغه اداره وايي د القاعدي په پرتله اسلامي دولت ډله بهرنيو مرستو باندې ولاړه نه ده.

د مالي چارو يوې بريتانيا مېشتې ادارې، په يوه نوي خپاره شوي راپور کې ويلي، "اسلامي دولت" ډله يا داعش د مياشتې اتيا ميليون ډالره عايد لري.

دغه اداره وايي، نوموړې ډله په سلو ۵۰ سلنه عوايد له هغو ماليو چې تر خپلو ولکو لاندې سيمو کې يې لګولې دي او د شتمنيو له نيولو تر لاسه کوي.

د دغې راپور له مخې اسلامي دولت ډله ۴۳ سلنه عايد د تېلو له خرڅولو او او پاتې نور د مخدره توکو له قاچاق، د لرغونو توکو، برېښنا خرڅولو او دغې ډلې سره د مرسته شويو پيسو څخه لاس ته راوړي.

نوموړې اداره وايي د القاعدي په پرتله دغه ډله بهرنيو مرستو باندې ولاړه نه ده.

اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې لپاره اوس نړيوال په دې هڅه کې دي چې د يادې شوې ډلې مالي منابع له منځه يوسي.

دغه ډله د عراق او سوريې ځينې برخې تر ولکې لاندې لري چې هلته د حکومتونو او ځينو نور ډلو پر وړاندې جنګېږي.