"سوريه کې د داعش نښه کول به برتانيا خوندي کړي"

د عکس سرچینه، Thinkstock
د برتانيا پارلمان په سوريې کې د "اسلامي دولت" په نوم ډلې يا داعش پر ضد د برتانيا د جنگي الوتکو د بمباريو په تړوا نن رايه اچوي.
تمه کېږي چې د پارلمان ډېرى غړي به د دې ملاتړ کې خپله رايه وکاروي.
نن به ټوله ورځ په دې مسلې د غړو له خوا خبرې کېږي چې په پاى کې به يې هغوي د دې وړانديز په پلوۍ يا مخالفت کې خپله رايه کاروي.
په پارلمان کې د بحث د پرانستلو پر مهال لومړي وزير ډېوېډ کېمرون وويل " د دې بريدونو هدف د برتانويانو خوندي کول دي".
ده وويل نن د پارلمان غړو ته دا پوښتنه مخ ته پرته ده چې څرنگه د برتانيا وگړي له داعش څخه خوندي کېدى شي.
ده د پارلمان له غړو وغوښتل چې هوايي بريدونه تاييد کړي .
ده وويل چې د برتانيا حکومت به څومره چې امکان ولري "د اسلامي دولت" ډلې په ځاى هغې ته داعش وايي ځکه چې د ده په ټکو " دا وژونکې ډله نه د اسلام رښتينى استازيتوب کوي او نه هم يو دولت دى".
د اپوزيسون مشر جريمي کوربن وويل چې "د برتانيا د عادي وگړو نظر د جگړې پرضد اوړي. ده زياته کړه چې دې بريدونو کې به ولسي وګړي وژل کېږي.

د برتيانيا جنگي الوتکې له وړاندې په عراق کې د داعش پر ضد په عملياتو بوختې دي.
لومړى وزير ډېوېډ کېمرون غواړي چې زر تر زره سوريه کې هم د برتانوي الوتکو بريدونه پيل شي.
د اپوزيسون د لويې ډلې، کارگر گوند، مشر جريمي کوربن د دې پلان پر ضد دى، خو په پارلمان کې د خپل گوند غړو ته يې اجازه ورکړې ده چې په دې مسلې خپلې خوښې سره رايه وکاروي.
داسې ښکاري چې حکومت به اسانۍ سره د پارلمان تاييد ترلاسه کړي.
که داسې کيږي برتانيا به د هغه هېوداو په ډله کې شامله شي چې سوريه کې د داعش ډله په نښه کوي.
په برتانيا کې لوى شمېر خلک د سوريې په جنگ کې د خپل هېواد ښکېلتيا سره مخالف دي.
پرون په دې لړ کې د " جگړې ضد ايتلاف" لندن کې لويه مظاهرې کې په سوريې د بمبارۍ ډډې کولو غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty
د تېر کال له سپټمبر څخه د امريکا په مشرۍ ايتلاف د داعش پر ضد زرگونه بريدونه پيل کړې دي . د فرانسې حکومت تېره مياشت د پاريس له بريدونو وروسته د اسلامي دولت ډلې پر ضد خپله پوځي ښکيلتيا زياته کړې ده.
روسيه د سوريې د حکومت پر ملاتړ د بمبارۍ جلا کمپاين پرمخ وړي. مسکو د داعش ترڅنگ د اسد د حکومت نورې مخالفې ډلې هم په نښه کوي.








