القاعدې د يمن جنوب کې پرمختګ کړی

د عکس سرچینه، .
له القاعدې سره تړلو وسله والو د یمن په جنوبي سيمو کې پر مختګ او ځينې سيمې يې لاندې کړې دي.
د تازه راپورونو له مخې له القاعدې سره تړلو وسله والو د دې هېواد په جنوب کې "جعار" ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
همدا ډول ويل شوي دغه ځواکونه توانېدلي، چې له يادې شوې سيمې سره نژدې د "زنجبار" ښار هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دغه دواړه ښارونه د عدن له بندر څخه ۵۰ کيلومتره لېرې پراته دي.
تېرو څو کلونو کې د يمن پوځ چې د امريکا هوايي ملاتړ ورسره و، د القاعدي ډلې پر وړاندې ګڼ عمليات کړي او نوموړې ډلې يې په دې هېواد کې کمزورې کړې وه.
شنوونکي وايي په يمن کې د کورنيو جګړو له امله نوموړې ډلې يو ځل بيا له موقع څخه په ګټې اخيستو خپل ځان غښتلی کړی دی.
له اوږدې مودې راهيسې په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو او ولسمشر عبدربه منصور هادي د پلويانو تر منځ جګړه راونه ده چې په زرګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو او شمېرو له مخې په تېرو اتو مياشتو کې د يمن د جګړې له ۵۶۰۰ کسان وژل شوي.
عربستان ادعا کوي ايران يمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي خو ايران بیا دغه تورونه ردوي.








