بریتانیا دې سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې له ځپلو ډډه وکړي

د بریتانیا پارلمان کې د بهرنیو چارو جرګه ګۍ ویلي، په داسې حال کې چې بریتانیا د "اسلامي دولت" پروړاندې کومه څرګنده ستراتیژي نه لري، باید په سوریه کې ددغې ډلې له ځپلو ډډه وکړي.
دا د ډیویډ کامیرون د حکومت لپاره یو ډول ګوازر دی، ځکه چې هغه وړاندې ویلي وو، په سوریه کې ددغې ډلې د ځپلو لپاره لا ډېر فعالیت ته لېواله دی او هڅه یې دا ده چې په اړه یې د پارلمان موافقه ترلاسه کړي.
بریتانیا په عراق کې د "اسلامي دولت" پر وړاندې په هوايي بریدونو کې ګډون لري، او خپلو ایتلافي ملګرو ته هغه استخباراتي معلومات ورکوي چې د سوریې پر اسمان یې الوتکې ترلاسه کوي.
د بریتانیا پارلمان کې د بهرنیو چارو جرګه ګۍ په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، ویل شي چې "باید سوریه کې د بریتانیا د پوځي عملیاتو د لمنې له غځولو ډډه وشي، خو دا کار هله کېدای شي چې د عملیاتو لپاره یوه بشپړه نړیواله ستراتیژي موجوده وي، چې هلته "اسلامي دولت" وځي او په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې لپاره حل لاره ومومي".
راپور کاږي "ددغې ستراتیژۍ په نشتوالي کې، یوازې عملیات کول لاهم ناڅرګنده موضوع ده".
ډیویډ کامیرون هڅه کوي چې د بریتانیا پارلمان کې د ګوندونو موافقه ترلاسه کړي چې پربنسټ یې وکړای شي هېواد یې هوايي بریدونه سوریې ته هم وغځوي.
د بریتانیا پارلمان کې د محافظه کار ګوند د یوه مرستیال په مشرۍ د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ویلي، حکومت باید د عملیاتو د پراخولو په تړاو له پارلمان نه د موافقې سوچ پرېږدي.
دغې جرګه ګۍ دا هم غوښتي چې بریتانیا په سوریه کې څه ډول مداخله غواړي، چې په لړ کې یې نړیوال ایتلاف "اسلامي دولت" ډله وځپلی شي.

د جرګه ګۍ مشر محافظ وکیل کرسبین پلانټ ویلي: "په سوریه او عراق کې د نړیوالو ښکېلو لوبغاړو له حد تېر عمل او د بشار الاسد په ملاتړ د روسیې وروستۍ مداخلې هلته وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی".
نوموړی وايي "ډېره اړتیا ده چې ددغو بېلابېلو قوتونو ترمنځ د یوې بشپړې ستراتیژۍ تر سیوري لاندې د همغږۍ لپاره یو سیستم جوړ شي، موږ باید خپلې هڅې ددغې ستراتیژۍ د روښانولو لپاره چټکې کړو".








