د اسلامي دولت جنګياليو سوريه کې بل ښار نيولی

څارونکي وايي پر مهين او سداد د وسلوالو بريدونو کې لږترلږه ۵۰ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، څارونکي وايي پر مهين او سداد د وسلوالو بريدونو کې لږترلږه ۵۰ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

راپورونه وايي د اسلامي دولت ډلې وسلوالو د سوريې د مرکزي ولایت حمص د مهين ښار له حکومتي ځواکونو نيولی دی.

په بريتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي وسلوالو پر دغه ښار خپل يرغل په دوو موټر بم ځانمرګو بريدونو پيل کړ.

راپورونه وايي د سداد په ښار کې چې تر ډېره عيسويان په کې اوسېږي، هم جګړه شوې ده.

اسلامي دولت ډله داسې مهال په سوريه کې پرمختګ کوي چې دغلته روسيه او د امريکا په مشرۍ ايتلاف د دوی پر ضد هوايي بريدونه کوي.

تر دې وړاندې اسلامي دولت جنګياليو لرغونی ښار تدمر ونيو او دغلته يې ځيني تاريخي ځايونه چې لرغونتوب يې زرګونو کلونو ته رسېد، ونړول.

پر مهين او سداد ښارونو وروستيو بريدونو د اسلامي دولت ډلې جنګيالي د هغه سړک ۲۰ کيلومترۍ ته نژدي کړي، چې پلازمېنه دمشق له حمص او نورو شمالي ښارونو سره نښلوي.

څارونکي وايي پر مهين او سداد د وسلوالو بريدونو کې لږترلږه ۵۰ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.