کډوالو بحران: کرواتیا له سربیا سره خپله پوله پرانیستله

د عکس سرچینه، Reuters
سلوانیا وايي، ډېری هغو کډوالو ته یې خپلې خاورې ته د ورننوتو اجازه ورکړې، چې له کرویشیا سره د دغه هېواد پر پوله ایسار پاتې وو.
تېره ورځ کابو ۵ زره کډوال، چې ښايي ډېری د سوریې اوسېدونکي وو، په باراني هوا کې تر شنه اسمان لاندې په دغه سیمه کې د پولې خلاصېدو ته په تمه وو.
د دې سیمې هېوادونه د منل کېدونکو کډوالو د شمېر په اړه سره په ناندریو اخته دي.
په سربیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې میلیتا سونجیک وویل، دې پولې ته د ور رسېدونکو کډوالو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. هلته د سربیا د کار او ټولنیزو چارو وزیر الېکساندر وولین ویلي، هېواد یې په یوازې ځان د دغه وضعیت د کابو کولو وړتیا نه لري. مرستندویه ادارو همداراز خبرداری ورکړی، که د کډوالو شمېر همداسې مخ پر زیاتېدو وي، دلته ستونزې لا پسې ډېرېدای شي. بل لور ته په جرمني کې د پیګېدا په نامه د کډوالۍ ضد ډلې د جوړېدو د لومړۍ کلیزې په تړاو د کډوالو پر ضد او پلوۍ بېلابېل لوی لاریونونه شوي دي.
پولیس وايي، په ډریسډین کې د پیګېدا کابو ۲۰ زره پلویان لاریون ته راووتل، چې په همدومره شمېر کې کسانو د کډوالو په پلوۍ هم لاریون وکړ.
کله چې پولیسو د دغو مخالفو ډلو د مخامختیا د مخنیوي هڅه وکړه، د دواړو خواو تر منځ نښتې هم وشوې.
داسې وېره شته، چې د جرمني د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیګېدا نوره هم سخت دریځې شوې، چې له مخې به یې دغه هېواد سږکال سلګونه زره کډوالو ته ځای ورکړي.




