د ۲۰۱۵ کال د ادب نوبل جایزه د سوتلانا الکسیویچ په برخه شوه

روسیه کې د مېرمن الیکسیویچ کتاب له لومړي چاپه وروسته ډېره غوسه راوپاریده او ځینو کره کتونکو دا ' له وسواسه او بهتانه ډکه یوه ټولګه' وبلله

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، روسیه کې د مېرمن الیکسیویچ کتاب له لومړي چاپه وروسته ډېره غوسه راوپاریده او ځینو کره کتونکو دا ' له وسواسه او بهتانه ډکه یوه ټولګه' وبلله

د بيلاروس لیکوالې او ژورنالیستې سوتلانا الیکسیویچ ته د ۲۰۱۵ کال د ادب نوبل جایزه ورکړله شوې ده.

سټاکهولم کې هغې ته د جایزې ورکړې پر مهال د سویډن اکاډیمۍ مشرې سارا دانیوس د نوموړې لیکنې ' زموږ د وخت هوډ او سختیو یادګارونه ' وبلل.

دغه جایزه چې ژوندي لیکوال ته ورکوله کېږي، اته میلیونه کرونور یا ۶۹۱ زره پاونډو ته رسیږي.

نژدې نیمه پېړۍ وروسته دغه جایزه داسې لیکوالې ته ورکوله کېږي، چې په بنسټیز ډول فکشن نه لیکي او دې سره مېرمن الیکسیویچ لومړنۍ ژورنالیسته ده، چې دغه جایزه ګټي.

د چرنوبل غږونه، چې د ۱۹۸۶ اتومي بټۍ چاودنې پېښې په اړه ده او د زنک ( توتیا ) هلکان چې د افغان شوروي جګړې په اړه لومړی لاس معلومات دي، دهغې له ډېرو مشهورو اثارو دي، چې انګلیسي ته هم ژباړل شوي دي.

د زنک سرلیک کې د تابوتونو فلضي رنګونو ته اشاره شوې، چې مړي پکې کورونو ته لېږدول کېږي.

روسیه کې د دغه کتاب له لومړي چاپه وروسته ډېره غوسه راوپاریده او ځینو کره کتونکو دا ' له وسواسه او بهتانه ډکه ' یوه ټولګه وبلله. دوی دغه راز ویل، چې دا ' له لیونتوبه د ډکو زیان رسونکو بریدونو تکرار ' دی.

مېرمن الکسیویچ د خپل هېواد پر حکومت د نیوکو له کبله هم له زور زیاتي سره مخامخ شوې، چې پکې یې ټیلیفوني مکالمې ثبت کېدې او هغې ته په عام محضر کې د څرګندیدو اجازه نه ورکول کېده.

هغې له ۲۰۰۰ میلادي کاله وروسته ۱۰ کلونه مینڅک ته له ستنیدو مخکې په فرانسه، جرمني، سویډن او ځینو نورو هېوادونو کې په تبعید کې تېر کړل.

دغه لیکواله ۱۹۴۸ کال کې د اوکراین په ایوانوف فرانکیوڅک ښارګوټي کې، چې وروسته ستانیسلاوف ونومول شو د بیلاروسي پلار اوکراینۍ مور کره وزیږیده.

د دوی کورنۍ د نوموړې د پلار عسکري خدمت له بشپړېدو وروسته بیلاروس ته لاړه او هغې په مینڅک پوهنتون کې د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۲ کلونو تر منځ ژورنالیزم ولوست.

الیکسیویچ

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، مېرمن الیکسیویچ د خپل هېواد پر حکومت د نیوکو له کبله لس کاله په تبعید کې تېر کړي

دتاریخ په اوږدو کې مېرمن الیکسویچ ۱۴ مه ښځه ده، چې د ادب نوبل جایزه ګټي.

له ۱۹۰۱ کاله تر ۲۰۱۵ کاله ټولټال ۱۱۲ شخصیتونو دغه جایزه ګټلې ده.

د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال څو ځلې د دغې جایزې ورکړه لغو شوې ده.