بنګله دېش کې جاپانی وګړی وژل شوی

د عکس سرچینه، focusbangla
پر یوه جاپاني سړي د بنګله دیش په شمال کې وسله وال کس برید کړی دی.
دا دویم برید دی چې په یوه اونۍ کې پر بهرني وګړي ترسره کېږي.
کیونیو هوشي د یوې کرنیزې پروژې لپاره دنده تر سره کوله چې د نا پيژانده وسله وال لخوا په کاونیا ښار کې تر برید لاندې راغی.
دغه برید له هغه څو ورځې وروسته شوی، چې پلازمېنه ډاکه کې یو ایټالوی سړی ووژل شو. د هغه برید پړه اسلامي دولت نومي ډلې منلې وه.
خو چارواکي وايي، د دې ادعا د ثبوت لپاره یې کوم شواهد او اسناد نه دي موندلي.
د هوشي مړی ځايي دولتي روغتون ته لېږدول شوی او د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د ایټالیايي سیسار تافیلا له وژل کېدو وروسته امریکا او بریتانیا خپلو وګړو ته د احتیاط کولو مشوره ورکړه.
خبریالان وايي، په بنګله دیش کې پر بهرنیانو ډېر لږ بریدونه شوي خو وايي، د ملحدو بلاګ لیکوالو وژنې په شمول د سخت دریځو اسلامپالو فعالیتونه په دغه هېواد کې ډېر شوي دي.








