چین له مخ پر ودې هېوادونو سره ۲ میلیارد ډالر مرسته کوي

د عکس سرچینه، AFP
ملگرو ملتو ته خپلې لومړنۍ وينا کې د چين ولسمشر شي جن پېنگ مخ پر ودې هېوادو سره د دوه ميليارد ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده، ده دغه راز ويلي، چې دغو هېوادو کې به پانگونه د پام وړ تر کچې لوړه کړي.
ده وويل، چې دا ډول پانگونه به راتلونکو ۱۵ کالو کې ۱۲ ميليارده ډالرو ته لوړوي.
د پراختيا د موخو په اړه د ملگرو ملتو غونډې ته ولسمشر شي وويل، انصاف ته به په گټې لومړيتوب ورکوي.
د چين له لوري د مالي مرستې شوې ژمنه، د ملگرو ملتونو "دوامدارې پراختيا لپاره نړيوالې موخې" پروگرام پرانيستې ته په لويه کچه ځواک وربښي.
دا ژمنه يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغله، چې ټولو غړو هېوادونو د يوه خورا لوړې هيلې پروگرام ته ځانونه ژمن کړل.
د پروگرام موخه تر ٢٠٣٠ م کاله پورې د بې وزلۍ او لوږې بشپړ له منځه وړل دي.
دا په چين کې په ريکاډ کچه بدلون وو، چې ډېر شمېر کورنۍ له بې وزلۍ وايستل شوې او دا چاره د دې لامل شوه، چې د زريزې پراختيايي موخو د معيار پر بنسټ، د بې وزلۍ کچې کمولو نړېوال ريکاډ د پام وړ وي، خو دا خورا محدود و.
اوس چين نورو هېوادونو ته د مرستې وړانديز کوي، په ځانگړې توگه د افريقا په لويه وچه کې دغه راز بدلونونه رامنځته کوي.
د نويو مرستو د اعلان سربېره بيجينگ د ډېر شمېر وړو ټاپو وزمو هېوادونو په گډون ملتونو ته د پورونو د بښلو ژمنه کړې، چې تر ټولو ډېر پوروړي دي.
دا نوښت په دې معنا دى، چې چين چمتو دى د هغو مسؤوليتونو ډېر برخه خپله پرغاړه واخلي د يوۀ را دبره کېدونکي زبرځواک په توگه ورپورې تړلي دي.








